WISDOM & POETRY

Job 21

د حضرت ايُوب جواب

۱بيا ايُوب جواب ورکړو، ۲”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى. ۳ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ. ۴زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بې‌صبرۍ ما سره ښۀ سبب شته. ۵ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ. ۶کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى. ۷بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟ ۸د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى. ۹د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى. ۱۰د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى. ۱۱د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى. ۱۲هغوئ د تمبل او د رباب سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى. ۱۳هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى. ۱۴هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو. ۱۵قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟ ۱۶خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده. ۱۷د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟ ۱۸هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟ ۱۹تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى. ۲۰هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى. ۲۱دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى. ۲۲څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟ ۲۳څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى، ۲۴هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى. ۲۵بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې. ۲۶هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى. ۲۷ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده. ۲۸تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى. ۲۹خو تاسو هلته د موجودو خلقو نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله. ۳۰چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى. ۳۱څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟ ۳۲کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى. ۳۳زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى. ۳۴نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“