WISDOM & POETRY

Job 17

د حضرت ايُوب د خپل آرام دپاره دُعا کول

۱زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے. ۲زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى. ۳اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى. ۴ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى. ۵څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى. ۶خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى. ۷د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے. ۸کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بې‌ګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى. ۹خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى. ۱۰اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم. ۱۱زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول. ۱۲هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى. ۱۳زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم، ۱۴کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ، ۱۵نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟ ۱۶نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“