WISDOM & POETRY

Job 15

د اليفز وېنا

۱نو تيمانى اليفز جواب ورکړو، ۲”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بې‌مطلبه خبرې وکړى څۀ؟ ۳هغوئ دې په بې‌فائدې خبرو باندې بحث کوى څۀ، يا په داسې خبرو باندې چې د هغې هيڅ مقصد نۀ وى؟ ۴خو تۀ د خُدائ پاک نه هيڅ يره نۀ لرې، او د خُدائ پاک د عبادت لاره نيسې. ۵ځکه چې ستا ګناه ستا ژبې ته ښودنه کوى، او تا د دوکه باز ژبه خوښه کړې ده. ۶دا زۀ نۀ يم، خپله ژبه تا ته بد وائى، ستا خپله خولۀ ستا خِلاف ګواهى ورکوى. ۷تۀ د بنى آدم د نسل وړومبے پېدا شوے کس يې څۀ؟ تۀ د غرونو نه مخکښې پېدا شوے يې څۀ؟ ۸تا د خُدائ پاک د راز منصوبې واورېدې څۀ؟ او ستا څۀ خيال دے ولې تۀ يواځې هوښيار يې څۀ؟ ۹تا سره داسې څۀ عِلم دے چې مونږ سره نشته؟ تۀ داسې په څۀ پوهېږې چې مونږ پرې نۀ پوهيږو؟ ۱۰سپين‌ږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى. ۱۱د خُدائ پاک تسلى ستا دپاره کمه ده څۀ؟ د هغۀ نرمې خبرې ستا دپاره کافى نۀ دى څۀ؟ ۱۲تۀ د خپلو جذباتو نه کار ولې اخلې؟ او ستا رنګ ولې دومره سور دے ۱۳چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟ ۱۴بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟ ۱۵ګوره، خُدائ پاک په خپلو فرښتو باندې هم اعتبار نۀ کوى، او د هغۀ په نظر کښې آسمانونه هم صفا نۀ دى، ۱۶نو بيا به بنى آدم نور هم ګنده او ګناه ګار وى، څوک چې هر وخت په ګناه کښې آخته وى. ۱۷کۀ تۀ زما خبرې ته غوږ کېږدې، نو زۀ به تا ته وښايم، او چې ما څۀ ليدلى وى نو زۀ به درته د هغې بيان وکړم. ۱۸څۀ چې هوښيارانو وئيلى دى، نو د هغوئ پلار نيکۀ دا خبرې د هغوئ نه پټى نۀ دې ساتلې، ۱۹کومو مشرانو له چې ډېره موده مخکښې دا مُلک ورکړے شو او چې په هغه وخت کښې لا غېر قومونه نۀ وو راغلى. ۲۰بدعمله خلق ټول عمر په خپل درد کړيږى، د تکليف کالونه په ظالمانو باندې راجمع شوى دى. ۲۱د هغوئ په غوږُونو کښې يروونکى آوازونه دى، د امن په وخت کښې به په هغوئ باندې تباهى راشى. ۲۲هغوئ تيارۀ ته د تلو همت نۀ شى کولے، د هغوئ ژوند هر وخت په خطره کښې وى. ۲۳ټپوسان انتظار کوى چې د هغوئ غوښې وخورى، او تباهى د هغوئ سر له راغلې ده، ۲۴پرېشانى او تکليف هغوئ ويروى، او دا څيزونه په هغوئ باندې غالِب شى، داسې لکه چې يو بادشاه د جنګ دپاره تيار شى. ۲۵ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو. ۲۶هغوئ د هغۀ خِلاف د سرکشۍ سره حمله کوى، او يو غټ ډال ورسره وى. ۲۷دا بدعمله خلق درانۀ او مالدار دى، د هغوئ څټونه په وازګه باندې غټ شوى دى. ۲۸هغوئ به په تباه شوى ښارونو کښې ژوند تېروى، او په داسې کورَنو کښې چې په هغې کښې هيڅ څوک هم نۀ اوسيږى، داسې کورونه چې په راغورزېدو بدل وى، ۲۹هغوئ به نۀ مالداره کيږى او د هغوئ مال دولت به نۀ پاتې کيږى، او هغوئ به د زمکې د مخ نه ورک شى. ۳۰هغوئ به د تيارې نه ونۀ تښتى، لمبې به د هغوئ څانګې وسوزوى، او د هغوئ ژوند به داسې ختم شى لکه چې هوا د ګلونو غوټۍ ختموى. ۳۱هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى. ۳۲د ونو په شان، چې کله دا ښې شنې وى نو ووهلے شى، او د دې څانګې بيا هيڅکله شنې نۀ شى. ۳۳او د هغوئ انګور چې لا کچه وى نو وبه غورزيږى، او د زيتُونو د ونو په شان به خپلې د ګلونو غوټۍ ضائع کړى. ۳۴ځکه چې د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو اولاد به نۀ وى، او څوک چې د رشوت سره مينه کوى نو اور به د هغوئ کورونه سوزوى. ۳۵داسې خلق نورو ته د نقصان رسولو په سوچ کښې وى، هغوئ شېطانى کوى او د هغوئ زړونه د دوکې نه ډک وى.“