WISDOM & POETRY

Job 14

۱يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک، ۲د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى. ۳تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟ ۴د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے. ۵ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے، ۶نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو. ۷کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى. ۸اګر چې د دې جرړې په زمکه کښې زړيږى، او د دې مونډ په زمکه کښې ورَستيږى، ۹خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى. ۱۰خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟ ۱۱لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى، ۱۲نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى. ۱۳کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے. ۱۴چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى. ۱۵تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى. ۱۶بيا به تۀ زما په هر قدم باندې نظر ساتې، خو زما د ګناهونو حساب به نۀ کوې. ۱۷زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې. ۱۸خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى، ۱۹اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې. ۲۰تۀ په هغوئ باندې تل غالب يې او هغوئ ختميږى، تۀ د هغوئ شکلونه بدلوې او د مرګ په طرف يې بوځې. ۲۱کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى. ۲۲هغۀ ته صِرف د خپل بدن درد محسوسيږى، او هغه صرف په خپل غم کښې آخته وى.“