پېژندګلو
د دې کِتاب موضوع ډېره ښه او د ټولو انسانانو دپاره ضرورى او ګټوره ده او هم هغه خبرې کوى کومې چې زياتو پېغمبرانو کړې دى چې د ګناهونو نه توبه وباسئ، خُدائ پاک ته راوګرځئ، او کۀ نۀ نو بيا تباهۍ ته تيار شئ. حضرت يرمياه د ژړيدونکى پېغمبر په نوم ياديږى ځکه چې هغۀ به ډېر زيات ژړل په دې وجه چې خلقو د خُدائ پاک د عدالت پېغام نظر انداز کړے وو. هغۀ د يهوداه قوم ته د يوسياه بادشاه د حکومت نه واخله تر يروشلم د تباهۍ پورې پېشګويۍ کړې وه. هغۀ خپلې پېشګويانې باروک عالِم ته بيان کړې. د حضرت يرمياه د يو پېغمبر په حيثيت هدف دا وو چې د خُدائ پاک د عدالت د راتلو اعلان وکړى. خو بيا هم په ټول کِتاب کښې مونږ ګورو چې خُدائ پاک غواړى چې خلق او قومونه توبه وباسى او صداقت طرف ته راشى. د هغۀ پېغام هغه وخت ته هم ګورى چې کله به خُدائ پاک خپل شريعت د انسانانو په زړۀ وليکى نو هغه فرمائى چې، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو به يې وليکم. او زۀ به د هغوئ شرارتونه معاف کړم او د هغوئ ګناهونه به نور نۀ يادوم. د حفظ کولو دپاره ۲۹:_۱۱ آيت ”ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.“