د بابل په حقله د مالِک خُدائ پېغام
۱مالِک خُدائ يرمياه نبى ته د بابل د خلقو او د بابل د وطن په حقله دا پېغام نازل کړو چې، ۲”د قومونو په مينځ کښې د دې خبرې اعلان وکړه، جنډا اوچته کړه او په ډاګه ورته ووايه، او هيڅ خبره مۀ پټوه بلکې دا ښکاره وايه چې، بابل به قبضه کړے شى، او بيل بُت به په شرمونو وشرميږى او رسوا به شى، او مردوک بُت به ويريږى. د بابل مجسمه به په شرمونو وشرمولے شى او د هغې بُتان يرې راخستى دى. ۳د شمال د خوا نه به يو قوم په دې حمله وکړى او د هغوئ مُلک به تباه کړى او په صحرا به يې بدل کړى. او هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى، انسانان او ځناور به وتښتى.“
د بنى اِسرائيلو راواپس کېدل
۴مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه ورځو کښې به د اِسرائيل او د يهوداه خلق په يو ځائ په ژړا راروان وى. د مالِک خُدائ او د خپل مقدس خُدائ لټون به کوى. ۵هغوئ به د صيون د لارې تپوس وکړى او بيا به هغه خوا ته مخ تاو کړى او ورروان به شى. هغوئ به ما سره ابدى لوظ وکړى کوم به چې کله هم نۀ هېريږى. ۶زما غوره شوے قوم د ورکو شوو ګډو په شان دے، د هغوئ د قوم شپونکو هغه په غلطو لارو روان کړى دى او په غرونو کښې يې سرګردانه پرېښودى دى. او هغوئ په غرونو او غونډو سرګردانه ګرځى او خپل د آرام کولو ځائ ترې نه هېر وى. ۷هر چا به چې هم هغوئ بياموندل نو هغوئ به يې وژل. د هغوئ دشمنانو وئيل، مونږ په دوئ باندې په حملې کولو سره ګناه ګار نۀ يُو، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده څوک چې رښتينے څرن ځائ دے او د هغوئ پلار نيکۀ به هم په هغۀ باندې يقين او خپل اُميد ساتلو. ۸اے زما غوره شوے قومه د بابل نه وتښتئ، د بابليانو مُلک پرېږدئ، او د هغه نر چېلى په شان شئ چې د رَمې رهنمائى کوى. ۹زۀ به د شمال نه د تکړه قومونو اِتحاد جوړ کړم او د بابل خلاف به يې راپاڅوم. او هغوئ به د بابل خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړى او د شمال د خوا نه به هغه قبضه کړى. او هغوئ په غشو ويشتو کښې ماهران دى چې کله هم د هغوئ غشى نۀ خطا کيږى. ۱۰خو بابل به لوټ کړے شى او هر هغه څوک چې هغه لوټ کړى او هر څۀ چې غواړى هغه به يوسى او ځان به پرې موړ کړى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
د بابل زوال
۱۱”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ، ۱۲خو ستاسو خپله مور به رسوا شى، چا چې تاسو زيږولى يئ هغه به شرمنده شى. هغه به په ټولو مُلکونو کښې بېاهميته وى، هغه به په دشتو، په اوچه زمکه، او په صحرا بدله شى. ۱۳د مالِک خُدائ د غضب په وجه به بيا په کښې څوک نۀ اوسيږى خو بلکل به وران ويجاړ شى. څوک هم چې پرې تېريږى او د بابل تباهى وګورى نو د وحشت نه به حق حېران شى. ۱۴اے ليندو والاو تاسو ټولو چا چې خپلې ليندې راښکلى دى، د بابليانو خلاف د جنګ دپاره صف بندى وکړئ. په هغوئ باندې ګزار وکړئ. چې يو غشے درنه خطا نۀ شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده. ۱۵د هرې خوا نه د هغۀ خلاف د جنګ چغې ووهئ. وګورئ هغه محاصره شوے دے، د هغۀ دېوالونه راغورزېدلى دى. دا د مالِک خُدائ د انتقام اخستو ورځ ده، د بابل نه انتقام واخلئ. کوم سلوک چې هغوئ د نورو سره کړے وو هم هغه شان سلوک ورسره وکړئ. ۱۶د بابل خلق په پټو کښې د تخم کَرلو او فصل رېبلو نه منع کړئ، د ظالمانو د ظلم د وجې نه دې ټول غېر مُلکيان خپلو خلقو او خپل مُلک ته واپس لاړ شى.“
د مالِک خُدائ قوم دپاره اُميد
۱۷”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو. ۱۸نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به اوس د بابل بادشاه او د هغۀ مُلک له سزا ورکړم لکه څنګه چې ما د اسور بادشاه له ورکړې وه. ۱۹زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى. ۲۰په هغه ورځو کښې، مالِک خُدائ فرمائى چې، د اِسرائيل ګناهونه به ولټولے شى خو يو به په کښې پېدا نۀ شى، او د يهوداه ګناهونه به ولټولے شى او هيڅ ګناه به په کښې پېدا نۀ شى، ځکه چې کوم ما ژوندى پرېښودى دى زۀ به د هغوئ ګناهونه معاف کړم.“
مالِک خُدائ بابل ته سزا ورکوى
۲۱مالِک خُدائ فرمائى، ”زما لښکرو د مراتايم په وطن او د فقود په خلقو باندې حمله وکړئ. هغوئ پسې شئ، او وې وژنئ او مکمل يې تباه کړئ، او هر څۀ وکړئ د څۀ چې ما حکم درکړے دے. ۲۲په مُلک کښې دې د جنګ شور او ژړاګانې واورېدلے شى، او د لوئې تباهۍ آوازونه اورېدلے کيږى. ۲۳په ټوله دُنيا کښې د بابل لوئ او زورَور څټک څنګه ټوکړې ټوکړې شو. او وګورئ چې بابل څنګه په نورو قومونو کښې د وحشت مثال وګرځېدو. ۲۴اے بابليانو، ما تاسو ته لټ کېښودلو، خو تاسو پرې خبر نۀ وئ خو په کښې ګرفتار شوئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ خلاف جنګ وکړو. ۲۵مالِک خُدائ خپل د وسلې ګودام کولاو کړے دے او د خپل غضب وسله يې ترې راويستلې ده، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به دا د بابل خلاف د هغوئ په مُلک کښې استعمال کړى. ۲۶د هرې خوا نه د هغۀ خلاف حمله وکړئ، او ګودامونه يې مات کړئ، او هغه لکه د غلې دانو په شان ډېرے کړئ. په مکمل توګه هغه تباه کړئ او هيڅ څوک په کښې ژوندى مۀ پرېږدئ. ۲۷د هغوئ ټول غوَيان حلال کړئ، په دوئ دې افسوس وى ځکه د هغوئ د سزا او حساب ورځ او وخت رارسېدلے دے. ۲۸هغه کسانو ته غوږ شئ څوک چې د بابل نه راتښتېدلى دى، نو هغوئ په يروشلم کښې وائى چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د هغوئ نه څنګه انتقام اخلى څوک چې د هغۀ کور تباه کوى. ۲۹ټول لينده چلوونکى د بابل خلاف راجمع کړئ، محاصره يې کړئ چې يو کس هم درنه ونۀ تښتى. هغۀ ته د خپلو اعمالو په مطابق بدله ورکړئ، هغۀ سره هغه څۀ وکړئ کوم چې دۀ د نورو خلقو سره کړى دى. ځکه چې بابل د خپلې مغرورتيا په وجه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات خلاف سرکشى کړې ده. ۳۰مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى. ۳۱مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ګورئ، زۀ ستاسو خلاف يم، اے مغروره خلقو، ستاسو د سزا ورځ رارسېدلې ده هغه وخت چې زۀ تاسو له سزا درکړم. ۳۲ستا کبرژن قوم به تيندک وخورى او راوبه غورزيږى، او هيڅ څوک به تاسو نۀ راوچتوى، زۀ به د هغۀ په ښارونو اور بل کړم او هغه به په خپل شا او خوا کښې ځان سره هر څۀ وسوزوى. ۳۳مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د اِسرائيل او د يهوداه خلق مظلومان دى، هغوئ چې چا نيولى دى نو د هغوئ د پرېښودو نه اِنکار کوى. ۳۴خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى، او هغه به دوئ ته آرام ورکړى، خو د بابل خلق به نا آرامه کړى. ۳۵مالِک خُدائ فرمائى چې، د تباهۍ تُوره دې بابل تباه کړى. هغه دې د بابل ټول اوسېدونکى او د هغۀ آفسران او هوښياران خلق تباه کړى. ۳۶د هغوئ دروغژن نبيان به په جنګ کښې مړۀ شى، او هغوئ به بېوقوفان ثابت شى. د هغوئ تکړه فوجيان به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ به سختو يرو ترخو کښې راګېر شى. ۳۷جنګ به د هغوئ خلاف د هغوئ آسونه او جنګى ګاډۍ تباه کړى او په هغۀ کښې د نورو مُلکونو فوجيان به هم تباه کړى. او هغوئ به د ښځو په شان بُزدله شى. او جنګ به د هغوئ خزانې تباه کړى، او لوټ به يې کړى. ۳۸د هغۀ د اوبو ذخيرې دې اوچې کړے شى. هغه به اوچې شى، ځکه چې ټول مُلک د بُتانو نه ډک شوے دے، او د هغه خلقو د بُتانو د يرې نه لکه د ليونو په شان عمل وکړو. ۳۹نو بيا به په بابل کښې د دشتو ځناور اوسيږى، او د ګيدړانو او ګونګيانو په کور به بدل شى. نو دا به بيا هيڅکله آباد نۀ شى او دا به همېشه دپاره شاړ پروت وى. ۴۰لکه څنګه چې خُدائ پاک سدوم او عموره، سره د ګاونډيانو تباه کړل هم هغه شان به بابل هم تباه کړى. مالِک خُدائ فرمائى چې، نو هيڅ څوک به هلته نۀ اوسيږى او نۀ به يو انسان په کښې ژوند کوى. ۴۱وګورئ، د شمال د خوا نه فوج راروان دے، يو لوئ قوم او ډېر بادشاهان د دُنيا د آخر نه راپاڅېدلى دى. ۴۲هغوئ په ليندو او نېزو باندې سمبال دى، او هغوئ ظالمان دى او هيڅ رحم په کښې نشته. کله چې هغوئ په خپلو آسونو باندې سوارۀ شى لکه د سمندر داسې غړمبار کوى، هغوئ جنګ ته په قطارونو کښې راروان دى چې په لور بابل باندې حمله وکړى. ۴۳د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى. ۴۴لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د بابل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى. ۴۵نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د بابليانو خلاف جوړه کړې ده، تر دې چې واړۀ ماشومان به د ګډورو په شان وشړلے شى، او د هغوئ د څرن ځايونه به وران کړے شى. ۴۶زمکه به په دې چغو سورو سره په لړزان شى ”بابل قبضه کړے شوے دے.“ او د هغوئ د مايوسۍ ژړا به په ټوله دُنيا کښې واورېدلے شى.“