د احاز بادشاه دپاره يو پېغام
۱کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول. ۲کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى. ۳نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى. ۴هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى. ۵شام، سره اِسرائيل او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصوبه جوړه کړې ده، او وائى، ۶راځئ چې مونږ په يهوداه باندې حمله وکړُو، خلق ويروو او قبضه يې کړُو، او بيا به د طابئيل زوئ په تخت باندې کښېنوو. ۷خو مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغوئ منصوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى. ۸ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى. ۹د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“ ۱۰مالِک خُدائ احاز له يو بل پېغام ولېږلو، ۱۱”د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه وغواړه چې يوه نښه درته وښائى. کۀ هغه د آسمان نه پاس وى او کۀ د عالمِ ارواح نه لاندې وى.“ ۱۲خو احاز ورته اِنکار وکړو او وئيل يې چې، ”نه، نۀ به زۀ نښه غواړم او نۀ به مالِک خُدائ آزمائيم.“ ۱۳نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟ ۱۴ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانوايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى. ۱۵په هغه وخت کښې چې کله هغه دومره شى چې ملائى او شات خوړے شى نو د خپل ښۀ او بد فېصله به په خپله کولے شى. ۱۶هغه وخت به لا راغلے هم نۀ وى چې هغه د خپل ښۀ او بد فېصله پخپله کوى، نو د هغه دوو بادشاهانو مُلکونه به خوشى او برباد شى کوم چې تاسو يروى. ۱۷نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى. ۱۸کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى. ۱۹هغوئ ټول به راشى، د ژورو وادۍ باندې او په غارونو او ګټو باندې او د ازغو په هر يو بوټے او په ولاړو اوبو باندې به کښېنى. ۲۰کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى. ۲۱په هغه وخت چې کوم يو کس سره يوه سخۍ او يو دوه ګډې چېلۍ پاتې وى نو هغه به خوش قسمته وى. ۲۲دا به دومره زيات پئ ورکوى چې د هغۀ ضرورت به ښۀ پوره کوى. آو، چې په هغه مُلک کښې څوک هم ژوندى پاتې وى نو هغوئ به ملائى او شات خورى. ۲۳کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى. ۲۴خلق به هلته د غشو او ليندو سره د ښکار دپاره ځى. آو، هغه ټول مُلک به د ازغو او غنو نه ډک وى. ۲۵په کومو غونډو باندې چې د فصلونو دپاره کوداله کېده نو هغه به هم د ازغو نه داسې ډک وى چې هيڅ څوک به هلته نۀ شى تلے. هغه به يو داسې ځائ جوړ شى چې چرته څاروى او ګډې څريږى.“