MAJOR PROPHETS

Isaiah 49

بنى اِسرائيليان، د قومونو دپاره رڼا

۱اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم. ۲هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې پټ کړم، هغۀ زۀ د غشى په شان تېرۀ کړم او په خپل د غشو تيلۍ کښې يې پټ وساتلم. ۳هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ زما خِدمت کوونکے بنى اِسرائيل يې، ستا په وجه به زما نوم ته جلال ملاويږى.“ ۴خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“ ۵خو زما د پېدا کېدو نه مخکښې، مالِک خُدائ زۀ مقرر کړم، هغۀ زۀ د دې دپاره خپل خِدمت کوونکے جوړ کړم چې د هغۀ خلق واپس راولم، او دا چې بنى اِسرائيليان د هغۀ د حضور وړاندې راغونډ کړم. مالِک خُدائ ما له عزت راکوى، او هغۀ ما له طاقت راکړے دے. ۶هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“ ۷د بنى اِسرائيل مقدس ذات او خلاصونکے هغه چا ته وائى چې د چا نه سخت نفرت شوے دے، د چا نه چې قومونو نفرت کړے دے چې دے د حکمرانانو خِدمت کوونکے دے، ”بادشاهان به تا وګورى او د عزت نه به درته پاڅيږى، شهزادګان به هم وګورى، او هغوئ به تا ته د عزت نه ټيټيږى. دا ځکه چې مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکے خوښ کړے دے، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات خپلې وعدې پوره کوى.“

د يروشلم بحال کېدل

۸مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے. ۹زۀ به قېديانو ته ووايم چې، تاسو آزاد يئ. او څوک چې په تيارۀ کښې وى نو هغوئ ته به ووايم چې، رڼا له راوځئ. هغوئ به د هغه ګډو په شان وى چې د غرونو په غونډو کښې څريږى، ۱۰هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى. ۱۱زۀ به په غرونو کښې يو لوئ سړک جوړ کړم او د خپلو خلقو دپاره به يوه لار جوړه کړم چې په هغې به مزل کوى. ۱۲ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“ ۱۳اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى. ۱۴خو د يروشلم خلقو ووئيل، ”مالِک خُدائ مونږ پرېښى يُو. او هغۀ مونږ هېر کړى يُو.“ ۱۵”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم. ۱۶ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى. ۱۷څوک چې تا بيا آبادول غواړى نو هغه زر واپس راروان دے، او چا چې تۀ تباه کړے يې نو هغوئ درنه ځى. ۱۸ګېرچاپېره نظر وګرځوه او وګوره. ستا خلق راغونډيږى او هغوئ کورونو ته راروان دى. مالِک خُدائ فرمائى چې زما دې په خپل ذات قسم وى، هغوئ به تا ته داسې راغونډ شى لکه څنګه چې په ناوې کالى امبار وى. ۱۹ستا مُلک تباه شوے وو او وران ويجاړ وو، خو اوس چې څوک د اوسېدو دپاره ورله راروان دى، نو دا مُلک به د هغوئ د اوسېدو دپاره ډېر وړوکے وى. او چا چې تاسو په کنډرو کښې پرېښودئ نو هغوئ به ستاسو نه لرې وى. ۲۰ستاسو کوم خلق چې په جلاوطنۍ کښې پېدا شوى وُو نو هغه خلق به يوه ورځ تا ته ووائى، دا مُلک خو وړوکے دے، مونږ ته نوره زمکه په کار ده. ۲۱بيا به تۀ په خپل زړۀ کښې ووائې، دا دومره بچى ما له چا راکړل؟ زما بچى خو ختم شوى وُو او نور بچى مې نۀ کېدل. زۀ جلاوطن کړے شوے وم او شړلے شوے وم، دا بچى ما له چا راکړل؟ زۀ خو يواځې پاتې وم، دا بچى د کوم ځائ نه راغلل؟“ ۲۲خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى. ۲۳بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“ ۲۴څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟ ۲۵خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم. ۲۶چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“