MAJOR PROPHETS

Isaiah 44

د بنى اِسرائيلو دپاره د خُدائ پاک برکتونه

۱مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، زما خِدمت کوونکو، اے د يعقوب اولاده، اے زما غوره کړے شوو خلقو اوس ماته غوږ ونيسئ. ۲زۀ هغه مالِک خُدائ يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ، د کوم وخت نه چې تاسو پېدا شوى يئ نو زۀ ستاسو مدد کوم. اے يعقوبه زما خادِمه، يرېږه مه، اے بنى اِسرائيله، تۀ ما غوره کړے يې، يرېږه مه. ۳زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم. زۀ به ستاسو په بچو خپل روح نازل کړم او ستاسو په اولاد به خپل برکتونه نازل کړم. ۴هغوئ به د داسې واښو په شان ترقى کوى چې سيرابه وى، د هغه خاروَلو ونو په شان چې د اوبو د روانو نِهرونو په غاړه شوې وى. ۵خلق به وار په وار وائى چې، زۀ د مالِک خُدائ يم. هغوئ به راشى چې د بنى اِسرائيلو سره ملګرى شى. په هغوئ کښې به ځينې په خپل لاس د مالِک خُدائ نوم وليکى او خپل ځان به د خُدائ پاک د خلقو نه يو کس ګڼى.“ ۶مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته. ۷زما په شان څوک دى؟ هغه دې آواز وکړى او خپل دليلونه دې پېش کړى. هغوئ دې په ترتيب سره ووائى څۀ چې د پخوا نه شوى دى چې کله ما خپل قوم قائم کړو. هغوئ دې د راتلونکى وخت د خبرو اعلان وکړى چې څۀ به کيږى. ۸مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“

بُتان هيڅ هم نۀ شى کولے

۹هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بې‌فائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى. ۱۰هغه څوک دے چې ځان له يوه مجسمه يا بُت جوړوى او د هغې به ورته هيڅ فائده نۀ وى؟ ۱۱ګورئ، هغوئ او د هغوئ ټول ملګرى به وشرميږى. کوم خلق چې بُتان جوړوى هغوئ صرف انسانان دى. هغوئ دې راشى او په عدالت کښې دې پېش شى، هغوئ به ويريږى او د شرم سره به مخ شى. ۱۲لوهار د اوسپنې يوه تکړه واخلى او د سکروټو په ذريعه په دې باندې کار کوى. هغه د مټو زور سره څټک وهى او د دې نه يو بُت جوړ کړى. هغه اوږے شى او د لوږې نه يې طاقت جواب ورکړى او د تندې نه يې رنګ زېړ شى. ۱۳ترکاڼ د لرګى ناپ واخلى. هغه په دې باندې کرښې وهى، دا لرګے د خپل آوزار سره وتراشى او د يو بنى آدم شکل ترې نه جوړ کړى، چې د يو انسان په شان ښائسته صورت لرى، د دې دپاره چې په يو بُت‌خانه کښې يې ولګوى. ۱۴کاريګر د دِيار ونې ووهى چې د هغې نه کار واخلى، يا د ځنګل د څېړۍ ونه يا د دِيار ونه خوښه کړى. يا هغه د نختر ونه وکَرى او د باران سره دا را غټه شى. ۱۵يو کس به د ونې څۀ حِصه د خشاک دپاره استعمال کړى او د څۀ حِصې نه به يې اور بل کړى چې خپل ځان پرې تود کړى او روټۍ ورباندې پخه کړى. او دا هم يو حقيقت دے چې د څۀ حِصې نه به يې يو بُت جوړ کړى او عبادت به يې کوى. ۱۶هغه د څۀ لرګو نه اور بل کړى، هغه ورباندې غوښه سره کړى، وې خورى او موړ شى. هغه ورباندې خپل ځان تود کړى او وائى، ”دا څومره تود او زبردست اور دے.“ ۱۷کوم لرګے چې پاتې شى نو د هغې نه يو بُت جوړ کړى او بيا ورته هغه ټيټيږى او عبادت يې کوى. هغه دې ته سوال کوى او ورته وائى، ”تۀ زما خُدائ يې، تۀ ما بچ کړه.“ ۱۸داسې خلقو ته هيڅ پته نۀ وى او نۀ په څۀ پوهيږى. د هغوئ په سترګو او زړونو باندې پرده پرته وى، نو په دې وجه نۀ هغوئ څۀ وينى او نۀ په څۀ پوهيږى. ۱۹د بُتانو جوړونکى دومره عقل او پوهه نۀ لرى چې سوچ پرې وکړى چې، ”څۀ لرګى ما وسوزول. د څۀ سره مې روټۍ پخه کړه او د دې په سکارو مې غوښه سره کړه او ومې خوړه. نو د دې پاتې لرګى نه به زۀ بُت جوړوم او دې ته به زۀ سجده کوم؟“ ۲۰دا داسې دى لکه چې څوک ايرې خورى. هغه خپلو کم عقلو سوچونو بې‌لارې کړے دے. هغه به په خپل زړۀ کښې دا خبره هم نۀ اچوى چې، ”زما په لاس کښې چې کوم بُت دے هغه په رښتيا خُدائ نۀ دے.“

مالِک خُدائ پېدا کوونکے او خلاصونکے دے

۲۱مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، دا خبره ياده ساتئ، تاسو زما خِدمت کوونکى يئ. ما تاسو د دې دپاره پېدا کړئ چې زما خِدمت کوونکى يئ، او زۀ به تاسو هيڅکله نۀ هېروم. ۲۲ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“ ۲۳اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله. ۲۴مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ هغه ذات يم چا چې تاسو پېدا کړى يئ. زۀ مالِک خُدائ يم، ما دا هر څيز پېدا کړے دے. ما په يواځې ځان په زمکه باندې آسمانونه ودرول، او زمکه مې پخپله خوره کړه. ۲۵زۀ د دروغو نبوت کوونکى دروغژن ثابتوم، او د فالګرو نه کم عقلان جوړوم. زۀ د هوښيارانو خلقو خبرې غلطى ثابتوم او د هغوئ حِکمت په کم عقلتوب بدلوم. ۲۶زۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېشګويانې پوره کوم او د خپلو پېغمبرانو منصوبې سر ته رسوم. زۀ د يروشلم په حقله وايم چې خلق به بيا هلته اوسيږى، او د يهوداه ښارونو ته وايم چې دا به بيا جوړ شى. او دا به د کنډرو نه په ښارونو بدل شى. ۲۷هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم. ۲۸زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“