MAJOR PROPHETS

Isaiah 38

د حزقياه بادشاه بيمارېدل او بيا روغېدل

۱په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه دومره بيمار شو چې مرګى حاله شو. د آموص زوئ يشعياه پېغمبر هغۀ سره مِلاوېدو له ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې تۀ خپل کارونه سر ته ورسوه ځکه چې تۀ به نۀ ښۀ کېږې. د مرګ تيارے وکړه.“ ۲د دې اورېدو سره حزقياه مخ دېوال ته واړولو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ۳”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په وفادارۍ سره ستا خِدمت کړے دے او هغه عمل مې کړے دے چې ستا په نظر کښې صحيح وى.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل. ۴بيا د مالِک خُدائ کلام په يشعياه نازل شو چې، ۵”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم. ۶او زۀ به تا او د يروشلم دا ښار د اسور بادشاه نه بچ کړم او هم زۀ به د دې ښار حِفاظت کوم.“ ۷دا پېغام يې حزقياه ته واورولو او يشعياه ورته دا هم وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به درته يوه نښه وښائى چې هغه به خپله وعده پوره کوى. ۸ګوره، زۀ به د احاز د نمر د ګړۍ سورے لس قدمه وروستو بوځم.“ نو هم داسې وشول سورے لس قدمه وروستو لاړو. ۹کله چې حزقياه د بيمارۍ نه روغ شو، نو هغۀ دا حمد‌و‌ثناء وليکل، ۱۰ما وئيل چې د ژوند په ښۀ دور کښې زۀ د مړو دُنيا ته روان يم، زما د ژوند باقى ټول کالونه زما نه اخستے شوى دى. ۱۱ما وئيل چې د ژوندو په دې دُنيا کښې به زۀ بيا هيڅکله مالِک خُدائ ونۀ وينم او نۀ به د دې دُنيا په اوسېدونکو کښې يو سړے ووينم. ۱۲زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى. ۱۳ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى. ۱۴زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه. ۱۵خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشانۍ باندې غالب شوے يم. ۱۶اے مالِکه خُدايه، ستا تنبيه ښۀ ده، ځکه چې هم دا انسان د صحت او ژوند طرف ته بوځى. تۀ ما روغ کړه او ژوندے مې پرېږده. ۱۷يقيناً چې دا سختى زما دپاره ښۀ وه. ځکه چې تا زۀ د مرګ نه بچ کړم او زما ټول ګناهونه دې شاته وغورزول. ۱۸خو په قبر کښې هيڅ څوک ستا ثناء صِفت نۀ شى کولے، مړى ستا د وفادارۍ طمع نۀ شى لرلے. ۱۹صرف ژوندى ستا ثناء صِفت کولے شى، لکه څنګه چې زۀ نن ستا ثناء صِفت کوم. پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښائى. ۲۰مالِک خُدائ زما روغولو ته تيار دے. مونږ به رباب غږوو او ستا ثناء صِفت به کوُو، او چې ترڅو پورې مونږ ژوندى يُو نو ستا په کور کښې به ستا ثناء صِفت کوُو. ۲۱يشعياه د حزقياه نوکرانو ته فرمائيلى وُو، ”د اينځر نه مرهم جوړ کړئ او په ناسور يعنې دانه يې ورله وتړئ، نو هغه به روغ شى.“ ۲۲او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“