GENERAL EPISTLES

Hebrews 4

۱نو په دې وجه چې د هغۀ په آرام کښې د داخلېدو وعده لا کولاو ده، نو مونږ په دې يريږو چې تاسو به هغې ته په رسېدو ناکامه شئ. ۲ځکه چې زيرے مونږ ته هم د هغوئ په شان راورسېدو، خو هغه کلام چې هغوئ واورېدو هغوئ ته يې فائده ورنۀ کړه، ځکه چې هغوئ په ايمان کښې د هغوئ سره په اتفاق نۀ وُو چا چې کلام واورېدو. ۳او مونږ چا چې ايمان راوړو په هغه آرام کښې داخلېږو لکه څنګه چې خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى،“ کۀ څۀ هم چې دا آرام د دُنيا د جوړېدو نه مخکښې تيار شوے وو. ۴ځکه چې هغۀ په يوه موقع د اوومې ورځې په حقله داسې وفرمائيل چې، ”او خُدائ پاک په خپلو کارونو پوره کولو سره په اوومه ورځ څۀ ونۀ کړل.“ ۵نو په هم دې ځائ کښې هغه بيا فرمائى چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“ ۶چا چې په شروع کښې دا زيرے واورېدو نو هغوئ په هغه آرام کښې داخل نۀ شول ځکه چې هغوئ نافرمانى وکړله، خو بعضې خلق داسې دى چې په دې کښې به داخل شى. ۷نو بيا خُدائ پاک د دې آرام دپاره يوه خاص ورځ مقرره کړه او د دومره مودې نه پس هغۀ ورته د داؤد په کِتاب کښې ”د نن ورځ“ وفرمائيل، لکه څنګه چې هغۀ مخکښې فرمائيلى وُو، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو بيا خپل زړونه مۀ سختوئ.“ ۸ځکه کۀ چرې يشوَع هغوئ په آرام کښې داخل کړى وے نو خُدائ پاک به د هغې نه پس د بلې ورځې په حقله ذکر نۀ وو کړے. ۹نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى. ۱۰ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى. ۱۱نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو. ۱۲بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى. ۱۳او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.

حضرت عيسىٰ مشر اِمام دے

۱۴زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو. ۱۵ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو. ۱۶نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.