د حضرت يعقوب د اِفرائيم او منسى دپاره د خُدائ پاک نه برکت غوښتل
۱څۀ موده وروستو يوسف خبر شو چې د هغۀ پلار بيمار دے. نو هغۀ خپل دوه زامن، منسى او اِفرائيم روان کړل او د خپل پلار پوښتنې له ورَغلو. ۲چې يعقوب خبر شو چې خپل زوئ يې تپوس له راغلے دے، هغۀ خپل ځان تکړه کړو او په کټ کښې نېغ کښېناستو. ۳يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو. ۴هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم، نو داسې ستا د اولاد نه به ډېر قومونه جوړ شى. زۀ به ستا اولاد له دا مُلک ورکوم چې همېشه دپاره د هغوئ شى.“ ۵نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى. ۶خو کۀ ستا نور زامن پېدا کيږى، نو هغوئ به زما نۀ شى ګڼلے، هغوئ به د اِفرائيم او د منسى نه ميراث اخلى. ۷زۀ داسې ستا د مور راحيل په خاطر کوم. چې کله زۀ د مسوپتاميه نه واپس راتلم، نو هغه اِفرات ته نزدې د کنعان په مُلک کښې زما د ډېر غم سره وفات شوه. ما هغه د اِفرات د لارې په غاړه ښخه کړه.“ اِفرات اوس د بيتلحم په نوم مشهور دے. ۸چې کله يعقوب د يوسف زامن وليدل، هغۀ تپوس وکړو، ”دا څوک دى؟“ ۹نو يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”دا زما زامن دى، کوم چې خُدائ پاک ما له دلته په مِصر کښې راکړى دى.“ يعقوب وفرمائيل، ”دوئ ما له راوله چې د دوئ دپاره برکت وغواړم.“ ۱۰د ډېر عُمر په وجه د يعقوب نظر کمزورے شوے وو او د هغۀ نظر سم نۀ لګېدو. يوسف هغۀ له زامن راوستل او هغوئ يې راغاړه ويستل او ښُکل يې کړل. ۱۱يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ما هيڅکله هم دا ګُمان نۀ وو کړے چې زۀ به بيا تا ووينم او اوس خُدائ پاک راباندې ستا بچى هم وليدل.“ ۱۲بيا يوسف هغوئ د هغۀ د غېږ نه واخستل او د هغۀ په مخکښې يې د عزت نه سر ټيټ کړو. ۱۳يوسف اِفرائيم د يعقوب ګس طرف ته او منسى د هغۀ ښى طرف ته نزدې راوستل. ۱۴نو يعقوب خپل لاسونه اوږدۀ کړل او خپل ښے لاس يې د اِفرائيم په سر کېښودو، اګر چې هغه کشر وو او خپل ګس لاس يې د منسى په سر کېښودو، چې هغه مشر وو. ۱۵بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده. ۱۶هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“ ۱۷چې کله يوسف دا وليدل چې د هغۀ پلار خپل ښے لاس د اِفرائيم په سر اېښے دے، هغه په دې خفه شو، نو هغۀ د خپل پلار لاس اوچت کړو او د اِفرائيم د سر نه يې د منسى سر له يوړو. ۱۸او يوسف خپل پلار ته وفرمائيل، ”داسې نه، زما پلاره، دا مشر دے. خپل ښے لاس دۀ له په سر کېږده.“ ۱۹د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“ ۲۰نو هغۀ هغوئ له په هغه ورځ برکت ورکړو، وې فرمائيل، ”بنى اِسرائيل به ستاسو نومونه استعمالوى چې کله هغوئ د برکت نوم اخلى. هغوئ به وائى، خُدائ پاک دې تاسو د اِفرائيم او منسى په شان کړى.“ نو داسې يعقوب اِفرائيم د منسى نه مخکښې کړو. ۲۱بيا يعقوب يوسف ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ مرګ ته نزدې يم، خو خُدائ پاک به ستا مل وى او تا به واپس د خپل پلار نيکۀ مُلک ته بوځى. ۲۲د شِکم هغه آباده علاقه چې ما د اموريانو نه د تُورې او ليندې په زور اخستې ده زۀ هغه ستا وروڼو له نۀ ورکوم بلکې تا له يې درکوم.“