INTRODUCTION

Ezra Introduction

پېژندګلو

د حضرت عزرا کِتاب د بنى اِسرائيلو په بابل کښې د جلاوطنۍ د آخرى کلونو ذکر کوى، چې کله هغوئ په دوو بېلو ډلو کښې د قېد نه تقريباً اويا کاله پس خپل وطن ته واپس راغلل. حضرت عزرا د خُدائ پاک کلام سره ډېر وفادار وو. حضرت عزرا ښۀ په شوق سره د خُدائ پاک د کلام مطالعه کوله او د هغې نه يې عِلم او حکمت حاصل کړو. حضرت عزرا به د خُدائ پاک حُکمونه منل، روژې به يې نيولې او دُعا به يې کوله او د هغه خلقو دپاره يو مثال جوړ شو څوک چې د خُدائ پاک رضا غواړى. د حضرت عزرا کِتاب هلته نه شروع کيږى چرته چې دوېم تواريخ ختميږى. څنګه چې حضرت يشعياه نبى پېشګوئې کړې وه چې د فارس بادشاه خورس د زرُبابل په رهنمايۍ کښې هغوئ د حضرت عيسىٰ مسيح نه پينځۀ سوه اتۀ دېرش کاله وړاندې يروشلم ته ولېږل. په يهوداه کښې د غېر‌يهوديانو د مخالفت باوجود، او د حضرت حجى پېغمبر او زکرياه پېغمبر د حوصلې نه پس د حضرت عيسىٰ مسيح نه پينځۀ سوه پينځلس کال وړاندې د خُدائ پاک کور جلاوطنو خلقو دوباره جوړ کړو. بيا حضرت عزرا د دوېمې ډلې د جلاوطن خلقو رهنمائى وکړه. هغه وخت چې حضرت عزرا راورسېدو، خلق بيا په ګناه کښې ککړ شوى وُو. حضرت عزرا د خُدائ پاک کلام واورولو او خلقو توبه وکړه. حضرت عزرا کامياب شو ځکه چې د خُدائ پاک لاس په هغۀ وو. دا کِتاب حضرت عزرا په خپله ليکلے دے، په دې کښې د خُدائ پاک خپل لوظ سره وفادارى څرګنده ده او هغه د خپل مقصد پوره کولو دپاره او د خلقو د اصلاح دپاره بې‌ايمانه بادشاهان استعمالوى. د حفظ کولو دپاره ۱۰‏:_۴ آيت ”اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“