پېژندګلو
د بُت پرستۍ سخت ترين اَنجام د حزقىايل د کِتاب بنيادى موضوع ده. په نورو موضوع ګانو کښې د خُدائ پاک په ټوله دُنيا باندې حکمرانى، د خُدائ پاک قدوسيت، صحيح عبادت، غلۀ مشران، او د حضرت عيسىٰ مسيح راتګ شامل دى. بُت پرستى صرف د بُتانو عبادت نۀ دے. د خُدائ پاک په نظر کښې د بُت پرستۍ مطلب دا دے چې کوم څيز له د خُدائ پاک په مقابل کښې مقام ورکړے شى. خلق پېسو، عزت، مشهورتيا، طاقت او مال حال له هغه مقام ورکوى کوم چې د خُدائ پاک دے. نو سوال دا پېدا کيږى، چې آيا مونږ په خپل ژوند کښې د خُدائ پاک په ځائ بل کوم داسې څيز له خو اوله درجه يا مقام نۀ دے ورکړے؟ يا خو مونږ بل کوم څيز ځان له پخپله خُدائ کړے نۀ دے؟ حضرت حزقىايل يو پېغمبر او اِمام وو او د هغۀ خِدمت د درويشتو کالو پورې جارى وو. دا کِتاب د هغۀ د رويا سره شروع کيږى کومه چې خُدائ پاک ورله ورکړې وه. د انسان په ژوند کښې د خُدائ پاک د حضور او طاقت نه حزقىايل نبى ښۀ خبر وو. هغۀ بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکړو چې د بُت پرستۍ اَنجام به دا وى چې ستاسو وطن به غرق شى او تاسو به جلاوطن شئ. هغۀ د دې هم پېشګوئې وکړه چې خُدائ پاک به خپل خلق د بدترينې بد حالۍ نه پس بيا بحال کړى. په اووۀ دېرشم باب کښې هغه خپله مشهوره رويا بيانوى د هغه وادۍ په حقله چې په کښې هډوکى بيا ژوندى شى چې په کښې د اُميد او ډاډګيرنې پېغام دے. کۀ چرې مونږ د خُدائ پاک لټون وکړو نو هغه د سختې نااُميدۍ په حالت کښې هم مونږ له نوے ژوندون راکولے شى. د حفظ کولو دپاره ۳۶:_۲۶ آيت ”زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.“