MAJOR PROPHETS

Ezekiel 7

د بنى اِسرائيلو خاتمه

۱نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ بنى اِسرائيلو ته داسې فرمائى، تباهى دې په سر راغلى ده، ستا په مُلک کښې به هر طرف ته تباهى وى. ۳نو اوس ستاسو آخرى وخت رارسېدلے دے او زۀ به خپل قهر و غضب په تاسو نازل کړم. زۀ به ستاسو د چال چلن په مطابق ستاسو عدالت وکړم او ستاسو د بدو اعمالو په مطابق به تاسو له پوره سزا درکړم. ۴نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۵مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د يو افت دپاسه به بل افت په تاسو راځى. ۶ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے، آخرى وخت مو نزدې دے، وګورئ ستاسو په وړاندې دے. ۷تاسو څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ ستاسو د ښخېدو ورځ رارسېدلې ده. وخت رارسېدلے دے، هغه ورځ رانزدې شوې ده، دلته کښې د غرونو دپاسه صرف چغې سورې دى، او هيڅ قسمه د خوشحالۍ آوازونه نشته. ۸زۀ به زر خپل قهر په تا نازل کړم، زۀ به تا ته ستا د چال چلن او د بدو اعمالو په مطابق سزا درکړم. ۹نۀ به تۀ زما نه بچ شې او نۀ به زۀ په تا رحم وکړم بلکې ستا د چال چلن او بدو اعمالو سزا به تا له درکړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم څوک چې تاسو وهى. ۱۰ستاسو اَنجام، ستاسو اَنجام نزدې دے. تباهى مو په سر رارسېدلې ده. ظلم انتها ته رسېدلے دے، او خلق بې‌حده مغروره شوى دى. ۱۱د هغوئ د ظلم په وجه د خلقو شرارت زيات شوے دے، يو کس به ترې نه هم پاتې نۀ شى، نۀ د هغوئ خلق، نۀ دولت، او نۀ د هغوئ اهميت. ۱۲هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے. ۱۳سوداګر به هغه زمکه دوباره وانۀ خلى کومه زمکه چې هغوئ خرڅه کړې ده کۀ چرې دوئ ژوندى هم وى، ځکه چې د مالِک خُدائ فېصله د ټولو دپاره ده او نۀ بدلېدونکې ده. ځکه د خپلو ګناهونو په وجه به يو کس هم خپل ژوند بچ نۀ کړے شى. ۱۴کۀ څۀ هم کۀ هغوئ بيګل وغږوى او هر څۀ تيار کړى، هيڅوک به جنګ دپاره لاړ نۀ شى، ځکه چې زما غضب په ګڼو خلقو باندې دے.“

د بنى اِسرائيلو د ګناه سزا

۱۵”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى. ۱۶څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى. ۱۷د هغوئ په لاسونو کښې به دم نۀ وى، او پښې به يې ريږدى. ۱۸هغوئ به د ټاټ جامې واغوندى او ټول به يرې اخستى وى. د هغوئ په مخونو به شرم راخور وى او سرونه به يې خرئيلې وى. ۱۹هغوئ به خپل سپين زر لارو کوڅو ته وغورزوى، او د هغوئ سرۀ زر به يو ناپاکه څيز وګڼلے شى. د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به د هغوئ سرۀ زر او سپين زر به هغوئ نۀ شى بچ کولے. هغوئ به په دې باندې نۀ خپله لوږه ختمولے شى او نۀ به ورباندې خپله ګېډه مړولے شى. ځکه چې د هم دې څيزونو په وجه هغوئ تير وتل. ۲۰هغوئ په خپلو ښکلو زيوراتو باندې فخر کولو چې د هغوئ نه به يې خراب بُتان او مکروه تصويرونه جوړول. نو په دې وجه به زۀ دا څيزونه د هغوئ دپاره پليت او ناپاکه وګرځوم. ۲۱زۀ به دا هر څۀ غېرو ته د غنيمت په شکل حواله کړم او د زمکې شريرانو باندې به يې لوټ کړم، او هغوئ به يې پليت کړى. ۲۲زۀ به خپل مخ د دوئ نه واړوم او هغوئ به زما د مقدسو خزانو بې‌حرمتى وکړى، غلۀ به دې ته ننوځى او ناپاکه به يې کړى. ۲۳زنځيرونه تيار کړه، ځکه چې ټول مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ټول ښار د شر و فساد نه ډک دے. ۲۴زۀ به د دُنيا د ټولو نه زيات ظالم قومونه راولم چې د دوئ نه د دوئ کورونه په زور قبضه کړى، او زۀ به د دوئ د زورَورو کسانو فخر ختم کړم، او د هغوئ د مقدس ځايونو بې‌حرمتى به وشى. ۲۵کله چې دهشت راشى، نو هغوئ به د امن او سکون لټون وکړى، خو هيڅ قسم امن به ورته مِلاو نۀ شى. ۲۶د يو افت دپاسه به بل افت راشى، او د افواه دپاسه به بله افواه خوريږى. هغوئ به په دې کوشش کښې وى چې د نبى رويا واورى، د شريعت تعليم به د اِمام نه ختم شى، او هم داسې د مشرانو مشورې به هم ختمې شى. ۲۷بادشاه به ماتم کوى، شهزاده به د خفګان جامې اغوستې وى، د مُلک د خلقو لاسونه به رپيږى. زۀ به د هغوئ سره د دوئ د چال چلن په مطابق سلوک کوم، او د هغوئ په خپل معيار او اصُول به د دوئ عدالت وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“