MAJOR PROPHETS

Ezekiel 47

د مالِک خُدائ د کور نه درياب بهېدل

۱هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربان‌ګاه جنوب خوا ته راروانې وې. ۲نو بيا هغۀ زۀ په شمالى دروازه باندې بهر راوويستلم او زۀ يې بهر راتاو کړم بهرنۍ دروازې ته يې بوتلم چې مخه يې مشرق ته وه، او اوبۀ د جنوب طرف نه رابهېدلې. ۳کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې. ۴هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې تر ګوډو پورې ډوبې وې. هغۀ بيا نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو او زۀ يې په اوبو کښې بوتلم چې دا تر ملا پورې وې. ۵هغۀ نور نيم کيلوميټر ناپ وکړو، خو اوس دا سيند شو چې زۀ په کښې نۀ شوم اوړېدلے، ځکه چې اوبۀ اوچتې وې او لامبلو ته کافى ډوبې وې، داسې سيند ترې جوړ شو چې هيڅوک په کښې نۀ شُو اوړېدلے. ۶بيا هغۀ ما نه تپوس وکړو چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟“ نو بيا هغۀ زۀ واپس د درياب غاړې ته بوتلم. ۷کله چې زۀ هلته ورسېدم، نو ما د سيند په دواړو طرفونو ډيرې ونې وليدلې. ۸هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا اوبۀ نمرخاتۀ مُلک طرف ته بهيږى او د اُردن وادۍ ته ځى، چرته چې دا مړ درياب ته ورپرېوځى. کله چې دا مړ درياب ته ورښکته شى، نو په هغې کښې مالګينې اوبۀ تازه شى. ۹د ژوندو ځناورو سيلونه به هلته اوسى چرته چې سيند بهيږى. هلته به ډېر زيات کبان وى، ځکه چې دا اوبۀ هلته بهيږى او مالګې اوبۀ تازه کوى، نو چې چرته دا سيند بهيږى هر څۀ به هلته ژوندى پاتې شى. ۱۰ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عين‌جدى نه تر عين‌عجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى. ۱۱خو دلدلې او ډنډونه به تازه نۀ شى، دا به د مالګې دپاره پاتې شى. ۱۲د هر قسم مېوې ونې به د سيند په دواړو غاړو غټې شى. د دې پاڼې به نۀ وچيږى، او نۀ به د دې مېوې وچيږى. هره مياشت به دا مېوه نيسى، ځکه چې د مالِک خُدائ د مقدس کور نه دې ته اوبۀ بهيږى. د دې مېوه به د خوراک دپاره او پاڼې به يې د شفا دپاره استعماليږى.“

د مُلک سرحدونه

۱۳مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى. ۱۴تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى. ۱۵دا به د دې زمکې سرحد وى، شمال طرف ته به دا د لوئ سمندر نه د حتلون په لار ليبو‌حمات نه صداد ته تېر شى، ۱۶بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزر‌هاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے. ۱۷دا سرحد به د سمندر نه تر حصر عينان پورې، د دمشق شمالى سرحد سره، او د حمات سرحد سره شمال طرف ته تلے وى. دا به شمالى سرحد وى. ۱۸د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى. ۱۹په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى. ۲۰د مغرب طرف ته به د لوئ سمندر سرحد ليبو‌حمات ته مخامخ وى. دا به مغربى سرحد وى. ۲۱تاسو به دا زمکه په خپل مينځ کښې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مطابق تقسيم کړئ. ۲۲دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى. ۲۳په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“