MAJOR PROPHETS

Ezekiel 17

د باز او د انګورو د بوټى مثال

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، بنى اِسرائيل قوم ته يو مثال پېش کړه او يو متل ورته ووايه. ۳هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د طاقتورو وزرو او د اوږدو او رنګينه بڼو والا غټ باز لبنان ته راغلو. هغۀ د دِيار لوړه څوکه راونيوله. ۴هغۀ ځان سره د دې د سر نه کچه څانګه راپرې کړه او د سوداګرو مُلک ته يې يوړه، کومه چې هغۀ هلته د سوداګرو په ښار کښې وکَرله. ۵هغۀ ستا د مُلک نه دا بوټے راواخستو او په زرخيزه زمکه کښې يې وکَرلو. هغۀ دا لکه د خارولى په شان د روانو اوبو په غاړه وکَرلو. ۶نو هغه راوټوکېدو او په زمکه لکه د انګور د بوټى په شان خور شو. د دې څانګې د هغۀ طرف ته اوږدې شوې، خو جرړې يې لاندې په زمکه کښې پاتې شوې. نو دا لکه د انګورو د ونې په شان شوه او نوې څانګې يې پېدا کړې او په پاڼو پټه شوه. ۷خو يو بل غټ باز وو چې طاقتور وزرونه يې وُو او په بڼو پټ وُو. هغه د انګور بوټے هغه ځائ نه چرته چې کَرلے شوے وو خپلې جرړې او څانګې د اوبو دپاره هغۀ ته وراوږدې کړې. ۸هغه په ښۀ خاوره کښې د ډېرو اوبو په خوا کښې کَرلے شوے وو چې څانګې وکړى، مېوه ونيسى او يو شاندار بوټے ترې جوړ شى. ۹هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ولې دا بوټے به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به د جرړو نه راونۀ باسى څۀ؟ او ولې هغه به د مېوو نه خالى نۀ کړى څۀ؟ د هغۀ ټولې څانګې به وچې شى. د دې د راويستلو دپاره د طاقتور لاس او ډېرو کسانو ضرورت نشته چې د جرړو نه يې راوباسى. ۱۰کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“

د دې مثال وضاحت

۱۱بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۱۲”دې سرکشه قوم ته ووايه چې، تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دې مثال څۀ مطلب دے؟ هغوئ ته ووايه چې، د بابل بادشاه يروشلم ته لاړو او د هغې بادشاه او سپين روبى يې بوتلل، او د خپل ځان سره يې بابل ته راوستل. ۱۳بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو، ۱۴نو چې د هغوئ بادشاهت کمزورے شى چې بيا د سر اوچتولو قابل نۀ شى. نو دغه شان اِسرائيل به په خپلې وفادارۍ ژوندى پاتې شى. ۱۵خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟ ۱۶مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه به د بابل په مُلک کښې مړ شى، د هغه بادشاه په مُلک کښې چا چې هغه په تخت کښېنولے وو، د چا قسم ته چې هغۀ سپک وکتل او چې د چا لوظ يې مات کړو. ۱۷فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى. ۱۸هغۀ د لوظ په ماتولو سره د قسم سپکاوے وکړو، ځکه چې هغۀ د لوظ دپاره خپل لاس ورکړو او اوس يې دا ټول کارونه وکړل نو هغه به بچ نۀ شى. ۱۹نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، چې هغۀ زما لوظ مات کړو او زما قسم ته يې سپک وکتل نو زۀ به د خپل هغه قسم نقصان د هغۀ په سر راولم. ۲۰زۀ به د هغۀ دپاره خپل جال خور کړم، او هغه به زما په دام کښې راګېر شى. زۀ به هغه بابل ته راولم او خپل قضاوت به هلته په هغۀ باندې وکړم ځکه چې هغه ما سره بې‌وفائى وکړه. ۲۱د هغۀ د ټولو نه تکړه فوجيان به په تُوره مړۀ شى. او بچ پاتې شوى به په هوا کښې خوارۀ شى. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې ما مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“

د خُدائ پاک د اُميد وعده

۲۲مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به په خپله د دِيار د لوړې څوکې نه يوه څانګه راواخلم او هغه به وکرم، زۀ به يوه نازکه څانګه د يو لوَړ دِيار د څوکې نه راپرې کړم او هغه به په يو لوړ او اوچت غر وکرم. ۲۳زۀ به يې د اِسرائيل په اوچتو غرونو وکرم، هغه به څانګې وکړى او مېوه به ونيسى او هغه به يو شاندار دِيار شى. هر قسمه مرغۍ به په کښې جالې جوړې کړى، او هغوئ به د دې د څانګو سورې کښې پناه اخلى. ۲۴په زمکه کښې ټولې ونې به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ لوړه ونه لاندې کوم او ټيټه ونه زۀ لوړه کړم. زۀ شنه ونه اوچوم او اوچه ونه زۀ تازه او شنه کوم. ما مالِک خُدائ داسې وفرمائيل او زۀ به داسې وکړم.“