په مِصر دوېم افت: چيندخې
۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۲کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ به ستا په ټول مُلک داسې افت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم. ۳د نيل درياب به د بېشمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى. ۴چيندخې به په تا، ستا په خلقو او ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“ ۵مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“ ۶نو هارون دا د ټولو اوبو دپاسه ونيوله او چيندخې راوختلې او ټول مُلک يې پټ کړو. ۷خو جادوګرانو د جادو نه کار واخستلو او دوئ هم چيندخې جوړې کړې او د مِصر مُلک ته يې راوړې. ۸نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو چې دوئ به مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړى.“ ۹موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، تۀ صِرف وخت مقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو او ستا د خلقو دپاره سوال وکړم، چې تۀ او ستاسو کورونه د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۰فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما دپاره سوال وکړه.“ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۱تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۲بيا موسىٰ او هارون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله موسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کومې چې هغۀ په فِرعون راوستې وې، ۱۳نو مالِک خُدائ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو او په کورونو، صحنونو او په پټو کښې چيندخې مړې شوې. ۱۴مِصريانو دا راغونډې کړې او لوئ ډېرى يې ترې جوړ کړل او ټول مُلک سخا بوئ کولو. ۱۵فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
په مِصر درېم افت: ماشى
۱۶مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“ ۱۷نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل. ۱۸جادوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو او ځناورو پورې انښتى وُو، ۱۹بيا جادوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے.“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.
په مِصر څلورم افت: مچان
۲۰بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى. ۲۱کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو او ستا په خلقو بېشمېره مچان نازل کړم، د مِصريانو کورونه به د مچانو نه ډک وى او زمکه به ورباندې پټه وى. ۲۲خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسيږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ، په دې مُلک کښې حاضر يم. ۲۳او زۀ به د خپلو خلقو او ستا د خلقو په مينځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“ ۲۴مالِک خُدائ هم داسې وکړل او بېشمېره مچان د فِرعون محل ته او د هغۀ د درباريانو کورونو ته راننوتل. د بېشمېره مچانو په وجه د مِصر ټول مُلک وران شو. ۲۵نو فِرعون موسىٰ او هارون راوغوښتل او ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ او هم په دې مُلک کښې خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړئ.“ ۲۶خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”داسې کول به ټيک نۀ وى، چې کوم ځناور مونږ قربانى کوُو او مونږ يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کوُو د هغې په وجه به مِصريان نفرت کوى. کۀ د دې ځناورو د حلالولو په وجه مِصريان زمونږ نه نفرت وکړى نو چې چرته هغوئ مونږ ووينى، نو مونږ به سنګسار کړى. ۲۷مونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مونږ له حُکم راکړے دے.“ ۲۸نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما دپاره سوال وکړه.“ ۲۹موسىٰ ورته وفرمائيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو او ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مونږ له دوکه رانۀ کړې او چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قربانۍ وکړى.“ ۳۰موسىٰ د فِرعون د دربار نه لاړو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ۳۱نو مالِک خُدائ د موسىٰ سوال قبول کړو. مچان د فِرعون، د هغۀ د درباريانو او د هغۀ د خلقو نه لاړل، يو مچ هم پاتې نۀ شو. ۳۲خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.