۱نو بادشاه او همان د اِستَر سره روټۍ خوړلو له لاړل ۲او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“ ۳مَلِکه اِستَر جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى نو زما دا يو عاجزانه سوال قبول کړه، زما خواهش دا دے چې زما او زما د خلقو ژوند بچ شى. ۴زۀ او زما خلق د حلالولو، او ختمولو دپاره خرڅ کړے شوى يُو. کۀ مونږ صرف د نوکرانو په حيثيت خرڅ شوے وے، نو زۀ به خاموش پاتې وے او دا تکليف به مې نۀ درکولے.“ ۵اخسويرس بادشاه د مَلِکه نه تپوس وکړو، ”د داسې کار کولو جرأت څوک کولے شى؟ هغه سړے چرته دے؟“ ۶اِستَر جواب ورکړو، ”زمونږ دشمن، ظالم او هغه مکار سړے دا همان دے.“ نو د همان رنګ د بادشاه او مَلِکه په مخکښې تک زېړ شو. ۷بادشاه په غصه کښې پاڅېدو، د مېلمستيا نه روان شو او د محل باغونو ته بهر لاړو. همان ته پته ولګېده چې بادشاه د هغۀ د وژلو اراده لرى، نو هغه ايسار شو د دې دپاره چې اِستَر ته د خپل ژوند د بچ کولو سوال وکړى. ۸هغۀ د مِنت زارۍ دپاره خپل ځان د اِستَر په کټ باندې وروغورزولو نو هم په هغه وخت بادشاه د باغونو نه واپس کوټې ته راغلو او چې دا يې وليدل نو بادشاه چغه کړه چې، ”دا سړے دلته هم زما په خپل محل کښې زما په وړاندې اِستَر ته لاس وراچوى؟“ بادشاه چې څنګه دا ووئيل نو خصيانو د همان مخ پټ کړو چې قتل کړے شى. ۹نو د بادشاه يو خصى، خربونا ووئيل، ”ګورئ، همان خو د مردکى د راځوړندولو دپاره په کور کښې پينځويشت ګزه اوچت يو دار جوړ کړے دے. بادشاه سلامت، مردکى هغه څوک دے چې چا ستا ژوند بچ کړے وو.“ بادشاه حُکم وکړو، ”همان په دې باندې ځوړند کړئ.“ ۱۰نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.