WISDOM & POETRY

Ecclesiastes Introduction

پېژندګلو

د حضرت سليمان عليه السلام په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې رښتينې خوشحالى صرف او صرف د خُدائ پاک په رضا کښې حاصليږى. د معلِم په دې کِتاب کښې په بنيادى موضوع کښې مونږ ګورو چې د خير خوشحالۍ او د زړۀ د سکون دپاره د انسان جدوجهد بې‌مېوې دے. په انسانى کار کسب، پېسو او مال حال کښې حقيقى سکون نشته. څوک چې تعليم او حکمت حاصلوى نو هغوئ ته داسې سوالونه ملاويږى چې د هغې جواب نۀ وى. او دې نه مونږ ته دا احساس کيږى چې زمونږ عِلم څومره محدود دے. د ژوند مقصد هله معلوميږى چې د خُدائ پاک سره صحيح تعلق ولرو. د معلِم په دې کِتاب کښې د يو ضعيف سړى يعنې معلِم خيالونه دى کله چې هغۀ د ژوند د مقصد په سوال باندې غور و فکر کولو. هغۀ په تېر ژوند نظر واچولو او وې کتل چې کار، پېسې، خوشحالى، حکمت او هغه ټول څيزونه چې په ژوند کښې حاصلېدے شى په هغې پسې په منډه وهلو کښې هيڅ فائده نشته. اګر کۀ دا څيزونه د څۀ وخت دپاره د مطمئن کېدو باعث وګرځى خو بيا هم په هغه وخت کښې د دې ټولو څيزونو د مطمئن کېدو نه څۀ فائده نشته ځکه چې د مرګ راتګ يقينى دے. خو بيا هم کۀ څوک د مالِک خُدائ په يره کښې ژوند تېروى نو هغوئ د خُدائ پاک د نعمتونو نه خوند اخستے شى. په خاص توګه ځوانان دې خپل خالق ياد ساتى کله چې د هغوئ د ژوند ډېر وخت د هغوئ په وړاندې پروت دے. د حفظ کولو دپاره ۳:_۱۱ آيت ”خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.“