۱ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بېوسه دى. ۲نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى. ۳خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى. ۴بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بېمعنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى. ۵کم عقل د لاس مشقت پرېږدى او خپل ځان د لوږې وژنى. ۶خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نه چې ډېر وى او د بېحده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډې وهل دى. ۷ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بېمعنې دى. ۸دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بېمعنې دى او د افسوس خبره ده. ۹د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى. ۱۰کۀ په هغوئ کښې يو کس وغورزيږى، نو هغه دوېم به يې راپاڅوى، خو کۀ څوک يواځې وى او وغورزيږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى. ۱۱هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟ ۱۲خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى. ۱۳يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى. ۱۴دغه ځوان د غريبۍ نه د کاميابۍ طرف ته تلے شى، اګر کۀ هغه قېدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړېدے شى. ۱۵بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وُو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى. ۱۶بېشمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بېمعنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.