WISDOM & POETRY

Ecclesiastes 11

د انسان د عِلم حد

۱خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى. ۲خپلې پېسې په اووۀ يا اتۀ ځايونو کښې بندې کړه، ځکه چې هيڅ پته نۀ لګى چې څۀ افت به په زمکه باندې راپېښ شى. ۳کله چې وريځې درنې وى نو باران کيږى. کله چې ونه د شمال يا د جنوب په طرف پرېوځى نو هم هلته پرته وى. ۴هغه زميدار څوک چې د هوا رخ ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ کَرى. او هغه زميدار څوک چې وريځو ته ګورى هغه به خپل فصل نۀ رېبى. ۵لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے. ۶د سحر په وخت خپل تخم کره او تر ماښامه پورې په کار کښې بوخت اوسه، ځکه چې تا ته څۀ پته ده چې په کوم کار کښې کاميابې ده، په دې کښې، په هغې کښې او يا په دواړو کښې يو شان. ۷رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى. ۸کله چې انسان تر ډېر وخته پورې ژوندے پاتې شى نو هغوئ دې د ژوند هره لحظه خوشحاله تېروى. خو دا هم ياد ساتل پکار دى چې د مشکل ډيرې ورځې راروانې دى. او څۀ چې به کيږى هغه يو راز دے.

د ځوانانو دپاره نصيحت

۹اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى. ۱۰د خپل زړۀ نه خفګان او د وجود نه غم درد لرې ساتئ ځکه چې ځوانى او تور سر د يوې لحظې دپاره وى.