د حضرت دانيال د ګډ او چېلى رويا
۱د بيلشضر بادشاه د بادشاهۍ په درېم کال، ما دانيال بله رويا وليده، د هغې رويا نه وروستو کومه چې ما مخکښې ليدلې وه. ۲په رويا کښې ما خپل ځان د سوسه قلعه په خوا کښې د عيلام په صوبه کښې د اولائى نِهر په غاړه ولاړ وليدلو. ۳ما وکتل چې هلته زما د وړاندې يو د دوو ښکرو والا ګډ د نِهر په غاړه ولاړ وو، او ښکرونه يې اوږدۀ وُو. او يو ښکر يې د بل نه اوږد وو خو دا وروستو لوئ شوے وو. ۴نو ما وليدل چې هغه ګډ د مغرب او شمال او جنوب طرف ته يې ښکرونه وهل. او يو ځناور هم د هغۀ مقابله نۀ شوه کولے، او هيچا څوک هم د هغۀ د زور نه خلاصولے نۀ شُو. څۀ چې يې زړۀ غوښتل هغه يې کول، هغه ډېر طاقتور شو. ۵کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو. ۶هغه د هغه دوو ښکرو والا ګډ له کوم چې ما د نِهر په غاړه ليدلے وو په تېزه او غصه ورغلو. ۷ما هغه وليدو چې په هغه ګډ يې په ډيرې غصې سره حمله وکړه، هغه ګډ يې لاندې راوغورزولو او د هغۀ دواړه ښکرونه يې ټوټه ټوټه کړل. د هغۀ په نسبت هغه ډېر کمزورے وو چې د هغۀ مقابله يې کړے وے، چېلى هغه لاندې په زمکه راوغورزولو او د پښو لاندې يې کړو، او چا هم هغه ګډ د هغۀ د زور نه بچ کولے نۀ شو. ۸چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو. ۹په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو. ۱۰دا دومره غټ شو چې آسمانى لښکرو ته ورسېدو، او هغۀ څۀ آسمانى لښکر او ستورى لاندې راوغورزول او د پښو لاندې يې کړل. ۱۱هغۀ خپل ځان د آسمانى لښکرو د شهزاده په شان دومره اوچت وګڼلو، او هغۀ ته د روزانه قربانۍ پېش کول يې ختم کړل او د مالِک خُدائ کور يې پليت کړو. ۱۲ځکه د سرکشۍ په وجه، آسمانى لښکرې او روزمره قربانى د ښکر قدرت ته ورکړے شُو. او هغه د هر کار په کولو کښې کامياب شو او حقيقت زمکې ته وغورزولے شو. ۱۳نو بيا ما واورېدل چې يوې مقدسې فرښتې خبرې کولې او بلې مقدسې فرښتې ورته وفرمائيل چې، ”دا کارونه به ترڅو پورې جارى وى کوم چې په رويا کښې وليدلے شُو؟ ترڅو پورې به دا ګناه د روزمره قربانۍ په بدله کښې کيږى؟ ترڅو پورې به آسمانى لښکرې او د مالِک خُدائ کور د پښو لاندې کيږى؟“ ۱۴بيا فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا به تر دوه زره او درې سوه ماښامونو او سحرونو پورې وخت واخلى، او د هغې نه وروستو به د مالِک خُدائ کور دوباره مقدس کړے شى.“
حضرت جبرائيل د حضرت دانيال د رويا تعبيرول
۱۵کله چې ما دانيال دا رويا کتله او په دې د پوهېدلو کوشش مې کولو، نو زما په وړاندې څوک ودرېدو چې لکه د انسان غوندې ښکارېدو. ۱۶او ما د اولائى نِهر د غاړې نه د يو سړى آواز واورېدو چې وې فرمائيل، ”اے جبرائيله، دې سړى ته د دې رويا مطلب ووايه.“ ۱۷کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“ ۱۸کله چې هغۀ ما ته خبرې کولې، زۀ بېهوشه وم، په زمکه پړمخې پروت وم. بيا هغۀ زۀ ونيولم او په خپلو پښو يې ودرولم. ۱۹بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”زۀ د دې دپاره راغلم چې تا ته ووايم چې وروستو د غضب په وخت کښې به څۀ وشى، ځکه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے. ۲۰کوم د دوو ښکرو ګډ چې تا وليدو دا د مادى او فارس د بادشاهانو نمائندګى کوى. ۲۱دا وېښتو والا چېلے د يونان بادشاه دے، او هغه د سترګو په مينځ کښې لوئ ښکر اولنے بادشاه دے. ۲۲هغه څلور ښکرونه کوم چې د هغۀ يو مات شوى ښکر په ځائ راوتلو د دې مطلب دا دے چې د اول بادشاهۍ نه به څلور نورې بادشاهۍ جوړې شى خو يو به هم دومره زور طاقت نۀ لرى. ۲۳د دوئ د بادشاهۍ په آخرى ورځو کښې کله چې د دې سرکشى او بدکارى آخرى حد ته ورسيږى، نو يو ظالم او ماهر مکار بادشاه به راوچت شى. ۲۴هغه به ډېر طاقتور شى، خو دا به د دۀ خپل طاقت نۀ وى. هغه به د حېرانونکى تباهۍ سبب شى او څۀ چې هغه کوى په هغې کښې به کامياب شى. هغه به زورَور خلق او د ايماندارانو قوم تباه کړى. ۲۵د دوکې په سبب به هغه کامياب شى، او هغه به خپل ځان اوچت وګڼى. کله چې هغوئ ځان محفوظ وګڼى، هغه به ناګهانه ډېر خلق تباه کړى او د شهزادګانو د شهزاده خلاف به راپاڅى. خو بيا به هغه تباه شى، خو دا نه چې د انسان په طاقت. ۲۶د ماښامونو او سحرونو د قربانيانو کومه رويا چې تا ته ښودلے شوې ده هغه حقيقى ده، خو دا رويا پټه وساته، ځکه چې دا د ډېر لرې مستقبل په حقله ده.“ ۲۷زۀ دانيال، ډيرې ورځې خفه او بيمار وم. بيا زۀ پاڅېدم او د بادشاه کارونو له واپس لاړم. زۀ د دې رويا په وجه خفه وم، دا د پوهې نه بهر وه.