MAJOR PROPHETS

Daniel 10

د دجله سيند په غاړه د حضرت دانيال رويا

۱د فارس د بادشاه خورس د بادشاهۍ په درېم کال ما دانيال ته چې راته بيلطشضر هم وئيل کېدو يوه رويا راکړے شوه. د دې پېغام حقيقت وو او دا د يو لوئ جنګ په حقله وه. د رويا په وسيله زۀ په دې پېغام پوهه شوم. ۲کله چې دا رويا ما وليده نو په هغه وخت کښې ما دانيال د درې هفتو نه ماتم کولو. ۳ما نۀ ښۀ خوراک کړے وو،نۀ مې غوښه او نۀ مې مے خپلو شونډو ته نزدې کړى وُو، او ما د درېو هفتو د تېرېدو پورې د سر تېل هم استعمال کړى نۀ وو. ۴د وړومبۍ مياشتې په څليريشتمه ورځ، کله چې زۀ د دجله د لوئ سيند په غاړه ولاړ وم، ۵هر کله چې ما بره وکتل نو ځان ته مخامخ مې يو سړے وليدو چې د سپين کتان جامې يې اغوستې وې، او د ملا نه يې د سوچه سرو زرو ملابند تړلے وو. ۶د هغۀ بدن د ايکوامرين کاڼى په شان وو، د هغۀ مخ لکه د برېښنا په شان ځلېدو، د هغۀ سترګې لکه د مشعلونو په شان بلېدلې، د هغۀ لاسونه او پښې لکه د زېړو په شان ځلېدل، او د هغۀ آواز لکه د لوئ ګڼې د شور په شان وو. ۷صرف ما دانيال، دا رويا وليده، ما سره نورو سړو دا ونۀ ليده، خو بيا هم هغوئ داسې وحشت واخستل چې وتښتېدل او ځانونه يې پټ کړل. ۸نو زۀ يواځې پاتې شوم چې دا عظيمه رويا وګورم. په ما کښې طاقت پاتې نۀ شو، زما رنګ د مړى په شان تک زېړ شو او بې‌دمه شوم. ۹نو بيا ما واورېدل چې هغۀ خبرې کولې، او څنګه چې ما هغۀ ته غوږ ونيولو، زۀ بې‌هوشه شوم، په زمکه پړمخې پرېوتلم. ۱۰بيا يو لاس زۀ راونيولم او په خپل ځائ يې په لړزېدو سره په ګوډو کړم. ۱۱هغۀ وفرمائيل، ”اے دانياله، تۀ خُدائ پاک ته ډېر ګران يې، کومې خبرې چې زۀ تا ته کوم هغې ته غوږ ونيسه، او پاڅه ودرېږه، ځکه چې زۀ تا له رالېږلے شوے يم.“ او کله چې هغۀ ما ته دا وفرمائيل، نو زۀ په لړزېدو سره ودرېدلم. ۱۲بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم. ۱۳خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم. ۱۴زۀ اوس راغلے يم چې تاسو ته دا تشريح کړم چې په راتلونکى وخت کښې به ستا خلقو سره څۀ کيږى، ځکه چې د دې رويا تعلق د راتلونکى وخت سره دے.“ ۱۵کله چې هغۀ ما ته دا خبرې کولې نو ما لاندې زمکې ته کتل او ګونګا شوے وم. ۱۶نو بيا يو لکه د انسان په شان ښکارېدو هغۀ زما شونډې مسح کړې، او ما خپله خوله کولاو کړه او خبرې مې شروع کړې. ما هغه چا ته څوک چې زما په وړاندې ولاړ وو وئيل، ”مالِکه، زۀ د دې رويا په وجه اندېښنو راګېر کړے يم او په ما کښې زور ختم شوے دے. ۱۷زۀ ستا نوکر څنګه تا سره خبرې وکړم، اے زما مالِکه؟ زما زور ختم شوے دے او ساه مې ځى راځى.“ ۱۸نو هغه څوک چې د بنى آدم په شان ښکارېدو زۀ يې بيا مسح کړم او ما له يې طاقت راکړو. ۱۹هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“ ۲۰نو بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”تا ته پته ده چې زۀ ولې تا له راغلے يم؟ زۀ به زر د فارس د شهزاده خلاف جنګ له واپس لاړ شم، او څنګه چې زۀ لاړ شم، د يونان شهزاده به راشى، ۲۱خو زۀ به اول تا ته هغه څۀ ووايم چې څۀ د حقيقت په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د دوئ خلاف هيڅ څوک هم زما مدد نۀ کوى بغېر د ميکائيل ستاسو د شهزاده نه.