HISTORY

Acts 8

د جماعت سره د ساؤل ظلم کول

۱او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول. ۲او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه. ۳خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.

په سامريه کښې د فيليپوس بيان

۴خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو. ۵نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو. ۶کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو. ۷د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول. ۸نو په هغه ښار کښې لويه خوشحالى وه. ۹په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو. ۱۰او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“ ۱۱هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو. ۱۲خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله. ۱۳تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو. ۱۴نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل. ۱۵کله چې هغوئ ورسېدل هغوئ د دوئ دپاره دُعا وکړه چې په دوئ روحُ القُدس نازل شى. ۱۶ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. ۱۷بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو. ۱۸کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې، ۱۹او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“ ۲۰خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى. ۲۱په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے. ۲۲د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى. ۲۳ځکه چې زۀ وينم چې تۀ د کينې نه ډک يې او د ګناه غلام يې.“ ۲۴نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“ ۲۵نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو.

فيليپوس او د ايتهوپيا خصى

۲۶بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“ ۲۷نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو. ۲۸او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله. ۲۹نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“ ۳۰نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“ ۳۱هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“ ۳۲هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله. ۳۳هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“ ۳۴او خصى فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته ووايه چې نبى د چا په حقله خبرې کوى؟ د خپل ځان يا د بل چا په حقله؟“ ۳۵نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو. ۳۶‏-۳۷څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“ ۳۸نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه. ۳۹کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو. ۴۰خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.