HISTORY

Acts 14

په اِکونيوم کښې زيرے اورول

۱پولوس او برنباس په اِکونيوم کښې د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. هلته هغوئ په داسې ښۀ انداز سره خبرې وکړې چې ډېرو يهوديانو او غېر‌يهوديانو پرې ايمان راوړو. ۲خو بې‌ايمانه يهوديانو د غېر‌يهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو. ۳خو د ډيرې مودې دپاره پولوس او برنباس هلته پاتې شول او په زړۀ ورتيا سره يې د مالِک په حقله خبرې کولې، نو مالِک د هغوئ د معجزو او نښو او عجيبه کارونو د قابليت په ورکولو سره د خپل کلام تصديق وکړو. ۴خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول. ۵خو غېر‌يهوديانو او يهوديانو په يو ځائ د ښار د حاکمانو سره داسې منصوبه جوړه کړه چې دوئ به هغوئ بې‌عزته او سنګسار کړى. ۶نو هغوئ د دوئ د نيت نه خبر شول او د لوکاونيه ښارونو لستره او دربې ته او ګېرچاپېره مُلکونو ته يې هِجرت وکړو. ۷او هلته يې مسلسل د زيرى تعليم ورکولو.

په لستره او دربه کښې زيرے اورول

۸په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے. ۹کله چې پولوس بيان کولو نو هغۀ ورته غوږ اېښے وو، نو چې پولوس ورته د زړۀ نه وکتل نو په دې پوهه شو چې د هغۀ په جوړېدلو ايمان شته، ۱۰نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو. ۱۱کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“ ۱۲هغوئ برنباس ته د زيُوس معبود او پولوس ته د هِرميس معبود خطاب وکړو ځکه چې پولوس د هغوئ مشرکلام اورونکے وو. ۱۳د زيُوس اِمام چې د چا عبادتخانه د ښار نه بهر وه، هغۀ د ښار دروازې ته غوَيان او هارونه راوړل ځکه چې هغۀ او هغه ګڼې غوښتل چې هغوئ ورته قربانى پېش کړى. ۱۴خو کله چې برنباس او پولوس په دې خبر شُو نو خپلې جامې يې وشلولې او خلقو ته يې ورمنډې کړې او چغې يې کړې چې، ۱۵”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى. ۱۶په تېرو شوو زمانو کښې هغۀ ټول نسلونه خپلې خوښې ته پرېښې وو چې په کومه ځى. ۱۷هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“ ۱۸په دې وينا سره رسولانو خلق خپل ځان ته د قربانۍ کولو نه ډېره په ګرانه سره منع کړل. ۱۹بيا د اَنطاکيه او اِکونيوم نه څۀ يهوديان هغه ځائ ته راغلل او خلق يې ځان سره ملګرى کړل. نو هغوئ بيا پولوس سنګسار کړو او د ښار نه يې بهر راښکلو، د هغوئ خيال دا وو چې ګنې مړ دے. ۲۰خو چې کله مريدان د هغۀ نه راتاو شول، نو هغه پاڅېدو او ښار ته واپس دننه لاړو او په بله ورځ هغه د برنباس سره دربې ښار ته لاړو.

د شام اَنطاکيه ته واپس تلل

۲۱په دربې کښې د زيرى اورولو نه وروستو ډېر خلق د عيسىٰ مريدان شول. بيا هغوئ لستره، اِکونيوم او اَنطاکيه ته واپس لاړل. ۲۲هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“ ۲۳هغوئ په هر جماعت کښې مشران مقرر کړل، او په روژه نيولو او دُعا کولو سره يې هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چې يې ايمان راوړے وو. ۲۴بيا هغوئ د پيسيديه نه تير شول او پمفوليه ته راغلل. ۲۵او کله چې هغوئ په پرګه کښې کلام واورولو نو هغوئ لاندې اټاليى ته لاړل. ۲۶د اټاليى نه هغوئ اَنطاکيه ته په سمندرى جهاز کښې لاړل چرته چې هغوئ د هغه کار دپاره د خُدائ پاک فضل ته وسپارلے شول کوم چې دوئ اوس پوره کړو. ۲۷کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ جماعت يو ځائ راجمع کړو، او د هغه هر څۀ نه يې هغوئ خبر کړل چې خُدائ پاک د دوئ په وسيله کړى وُو، او چې څنګه هغۀ غېر‌يهوديانو ته د ايمان د راوړلو دروازه کولاو کړې وه. ۲۸او هغوئ هلته تر ډېره وخته پورې د مريدانو سره پاتې شول.