HISTORY

Acts 12

د يعقوب قتل او د پطروس ګرفتارى

۱تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو. ۲هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره شهيد کړو. ۳نو کله چې هغه خبر شو چې يهوديان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس يې هم ګرفتار کړو. دا واقعه د پتيرې روټۍ د اختر په ورځو کښې وشوه. ۴د ګرفتارولو نه وروستو يې هغه په قېد کښې واچولو او د سپاهيانو څلور ډلو ته يې حواله کړو چې د دۀ څوکيدارى کوى. د هيروديس دا خيال وو چې د فسح د اختر نه وروستو به يې د خلقو په وړاندې فېصله واوروى. ۵نو هغۀ پطروس په قېدخانه کښې وساتلو، خو جماعت د پطروس دپاره په جوش سره د خُدائ پاک نه دُعا غوښتله.

د قېدخانې نه د پطروس آزادېدل

۶په هم هغه شپه هيروديس د پطروس د بهر راوستو نه وړاندې هغه د دوو سپاهيانو په مينځ کښې په دوو زنځيرونو تړلے اودۀ پروت وو او د دروازې نه بهر څوکيدارانو د قېدخانې څوکۍ کوله. ۷چې ناڅاپى د مالِک خُدائ يوه فرښته هلته ودرېده او په کوټڼۍ کښې رڼا وځلېده. هغې د پطروس اوږه وخوځوله او راويښ يې کړو او ورته يې وفرمائيل، ”زر شه، راپاڅه.“ نو په دې کښې زولنۍ د پطروس د مړوندونو نه وغورزېدلې. ۸بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”ملابند وتړه او خپل پېزار په پښو کړه.“ پطروس هم هغه شان وکړل. بيا فرښتې هغۀ ته ووئيل، ”خپله چُوغه واچوه او ما پسې راځه.“ ۹پطروس د کوټڼۍ نه بهر فرښتې پسې نېغ روان وو، خو د هغۀ دا خيال نۀ وو چې ګنې دا رښتيا دى خو د هغۀ سوچ دا وو چې دا ګنې خوب دے. ۱۰هغوئ د وړومبې او دوېمې څوکۍ نه واوړېدل او د اوسپنې هغه دروازې ته راورسېدل کومه چې ښار ته وتې وه. دا د هغوئ دپاره په خپله کولاو شوه او دوئ ترې نه ووتل. کله چې هغوئ په کوڅه کښې روان وُو نو څۀ ګورې چې فرښته د هغۀ سره نۀ وه. ۱۱بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“ ۱۲کله چې هغه په دې پوهه شو نو بيا هغه د مريم کور ته لاړو چې د يوحنا مرقوس مور وه. هلته ډېر ګڼ خلق راغونډ شوى وُو او دُعا يې کوله. ۱۳کله چې پطروس بهر دروازه وټکوله نو روده نومې نوکره دروازې ته ورغله. ۱۴نو چې هغې د پطروس آواز وپېژندلو هغه دومره خوشحاله شوه چې د دروازې خلاصولو په ځائ هغې دننه منډه کړه او هغوئ يې خبر کړل چې، ”پطروس بهر په دروازه کښې ولاړ دے.“ ۱۵هغوئ هغې ته ووئيل چې، ”تۀ ليونۍ يې.“ خو هغه په خپله خبره ټينګه وه چې زۀ رښتيا وايم. خو هغوئ ووئيل چې، ”دا به ضرور د هغۀ فرښته وى.“ ۱۶خو پطروس هم هغه شان دروازه ټکوله او چې کله هغوئ دروازه کولاو کړه نو بيا د هغۀ په ليدو حق حېران شول. ۱۷خو پطروس هغوئ ته د چپ کېدو اِشاره وکړه او ټوله قيصه يې ورته بيان کړه چې مالِک هغه څنګه د قېدخانې نه بهر راوويستو. نو بيا هغۀ ووئيل چې، ”يعقوب او زمونږ نور وروڼه په دې واقعه خبر کړئ.“ او بيا هغه بل ځائ ته روان شو. ۱۸چې سحر شو نو سپاهيان په دې ډېر پرېشانه وُو چې پطروس څۀ شو؟ ۱۹کله چې هيروديس هغه ښۀ ولټولو او پېدا يې نۀ کړو، بيا هغۀ د سپاهيانو نه بيان واخستو او د هغوئ د وژلو حُکم يې ورکړو. د دې نه پس هيروديس د يهوديه نه لاړو او د څۀ وخت دپاره په قيصريه کښې پاتې شو.

د هيروديس مرګ

۲۰نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو. ۲۱نو په يوه مقرره ورځ هيروديس خپل شاهى لباس واچولو، او په تخت کښېناستو او هغوئ ته يې تقرير شروع کړو. ۲۲او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“ ۲۳نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو. ۲۴خو په هم دې وخت کښې د خُدائ پاک کلام خورېدلو او ترقى يې کوله. ۲۵بيا برنباس او ساؤل د خپل خِدمت پوره کولو نه پس يروشلم ته واپس راغلل، او ځان سره يې يوحنا راوستو، چې بل نوم يې مرقوس وو.