HISTORY

2 Samuel 11

حضرت داؤد او بت‌‌سبع

۱په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو. ۲يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه. ۳نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې معلومه کړى چې هغه څوک وه، نو هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه بت‌‌سبع وه، هغه د الى‌عام لور او د حِتى اورِياه ښځه وه. ۴داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغه راولى، هغه ورله راغله او داؤد ورسره څملاستو. هغه د مياشتنۍ بيمارۍ نه ايله صفا شوې وه. بيا هغه واپس کور ته لاړه. ۵وروستو هغې ته پته ولګېده چې هغه اُميدواره ده او داؤد له يې پېغام ولېږلو چې خبر شى چې زۀ اُميدواره يم. ۶بيا داؤد يوآب له دا پېغام ولېږلو، ”اورِياه حِتے ما له راولېږه.“ يوآب هغه داؤد له ولېږلو. ۷کله چې اورِياه راورسېدو، داؤد ترې نه تپوس وکړو چې، ”يوآب او لښکر څنګه دے او جنګ څنګه روان دے؟“ ۸بيا هغۀ اورِياه ته ووئيل، ”کور ته لاړ شه او لږ آرام وکړه.“ اورِياه لاړو او داؤد د هغۀ کور ته يوه تُحفه ولېږله. ۹خو اورِياه کور ته لا نۀ ړو، هغه د بادشاه د څوکيدارانو سره د محل د دروازې سره څملاستو. ۱۰کله چې داؤد خبر شو چې اورِياه کور ته نۀ دے تلے، نو هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ د ډېر وخت غېرحاضرۍ نه اوس راواپس شوے يې، تۀ کور ته ولې لا نۀ ړې؟“ ۱۱اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“ ۱۲نو داؤد وفرمائيل، ”نو دا پاتې ورځ دلته ايسار شه او سبا به زۀ تا واپس ولېږم.“ نو اورِياه په هغه او په ورپسې ورځ په يروشلم کښې ايسار شو. ۱۳داؤد هغه د ماښام روټۍ له راوغوښتو او نشه يې کړو. خو اورِياه په هغه شپه بيا کور ته لا نۀ ړو، او د محل د څوکيدارانو په کوټه کښې په کټ کښې څملاستو. ۱۴په ورپسې سحر داؤد يوآب ته يو خط وليکلو او اورِياه په لاس يې ورولېږلو. ۱۵هغۀ وليکل، ”اورِياه په وړومبى صف کښې ودروه، چرته چې جنګ ډېر سخت دے، هغه يواځې پرېږده چې ووژلے شى.“ ۱۶کله چې يوآب ښار محاصره کولو، نو هغۀ اورِياه يو داسې ځائ ته ولېږلو چې هغۀ ته پته وه چې هلته دشمن تکړه دے. ۱۷د دشمن لښکر د ښار نه راووتلو او د يوآب د لښکر سره يې جنګ وکړو، د داؤد يو څو آفسران ووژلے شول او اورِياه هم ووژلے شو. ۱۸بيا يوآب داؤد له د جنګ په حقله خبر ورولېږلو، ۱۹او هغۀ پېغام وړُونکى ته داسې وفرمائيل، ”کله چې تۀ بادشاه ته د جنګ په حقله هر څۀ ووائې، ۲۰نو کېدے شى چې هغه غصه شى او تپوس درنه وکړى چې تاسو د هغوئ سره جنګ دپاره ښار ته دومره نزدې ولې تلى وئ؟ تاسو ته پته نۀ وه څۀ چې هغوئ به مو د دېوالونو نه په غشو وولى؟ ۲۱تاسو ته ياد نۀ دى څۀ چې د جدعون زوئ ابى‌مَلِک څنګه وژلے شوے وو؟ په تيبض کښې داسې شوى وُو چې يوې ښځې د دېوال نه د ژرندې کاڼے راوغورزولو او هغه يې ووژلو. نو بيا تاسو ولې دومره دېوال ته نزدې شوى وئ؟ کۀ بادشاه ستاسو نه دا تپوس وکړو نو هغۀ ته ووايئ چې ستاسو آفسر اورِياه حِتے هم وژلے شوے دے.“ ۲۲نو پېغام وړونکے داؤد له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل چې څۀ يوآب د وئيلو حُکم کړے وو. ۲۳هغۀ ووئيل، ”زمونږ دشمنان زمونږ نه تکړه وُو او د ښار نه راووتل چې په مېدان کښې مونږ سره جنګ وکړى، خو مونږ هغوئ د ښار دروازې ته واپس وشړل. ۲۴بيا هغوئ د دېوال نه په مونږ باندې غشى راوويشتل او بادشاه سلامت، ستا يو څو آفسران ووژلے شول، ستا آفسر اورِياه حِتے هم ووژلے شو.“ ۲۵داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“ ۲۶کله چې بت‌‌سبع خبر شوه چې د هغې خاوند وژلے شوے دے، نو هغې ورپسې ماتم وکړو. ۲۷کله چې د ماتم وخت تېر شو، داؤد هغه راوغوښتله چې محل ته راشى، نو هغه يې ښځه شوه او يو زوئ يې ترې نه پېدا شو. خو چې داؤد کوم عمل کړے وو په هغې باندې مالِک خُدائ نارضا وو.