HISTORY

2 Kings 17

د اِسرائيل بادشاه هوسيع

۱د يهوداه بادشاه احاز د بادشاهۍ په دولسم کال، د ايله زوئ هوسيع د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې نهۀ کاله حکومت وکړو. ۲هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، خو دا د هغه بادشاهانو هومره نۀ وه چا چې د هغۀ نه مخکښې په اِسرائيل حکومت کړے وو. ۳د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو. ۴خو يو کال هوسيع د مِصر بادشاه سو له پېغام وړُونکى ولېږل او د هغۀ نه يې مدد وغوښتو او اسور له د هر کال محصُول ورکول بند کړل. کله چې سلمنسر د دې نه خبر شو، نو هغۀ هوسيع ونيولو او په قېدخانه کښې يې واچولو.

د سامريه زوال

۵بيا سلمنسر په اِسرائيل حمله وکړه او سامريه يې محاصره کړو. د محاصرې په درېم کال، ۶چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل. ۷د سامريه زوال ځکه وشو چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې وه، چا چې هغوئ د مِصر بادشاه فِرعون نه خلاص کړل او د مِصر نه يې راوويستل. هغوئ د نورو خُدايانو عبادت وکړو، ۸او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل. ۹اِسرائيليانو په پټه باندې هغه کارونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک منع کړى وُو. هغوئ د وړو ښارونو نه واخله تر پَخو ښارونو پورې د ځان دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې. ۱۰هغوئ په ټولو غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې د کاڼو ستنې او د اشيرې د بُت نښې کېښودې، ۱۱او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو ۱۲او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د بُتانو عبادت مۀ کوئ. ۱۳د يهوداه او اِسرائيل د خبردارى دپاره مالِک خُدائ پېغام وړُونکى او نبيان لېږلى وُو چې هغوئ فرمائيل، ”خپل بد عملونه پرېږدئ او زما حُکمونه ومنئ، چې په هغې کښې هغه شريعت شامل دے چې کوم ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو او د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه مې ستاسو په حواله کړے دے.“ ۱۴خو هغوئ به د هغۀ په وېنا باندې عمل نۀ کولو، هغوئ د خپل پلار نيکۀ په شان ضديان وُو، چا چې په مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک باندې يقين نۀ کولو. ۱۵هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ. ۱۶هغوئ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک ټول قانون مات کړو او د ځان دپاره يې د سخو په شکل کښې دوه د سرو زور بُتان جوړ کړل، هغوئ د اشيرې بُت نښه هم جوړه کړه، د ستورو عبادت يې وکړو او د بعل بُت خِدمت يې وکړو. ۱۷هغوئ خپل زامن او لوڼه د غېرو قومونو خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړل، هغوئ د فالګرو او قسمت ښودونکو سره مشورې وکړې او هغوئ خپل ځانونه هغه څۀ ته حواله کړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط وُو او په دې کولو سره يې د هغۀ قهر راوپارولو. ۱۸مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه وو او د خپل حضور نه يې لرې کړل او صِرف د يهوداه بادشاهى يې په ځائ پرېښودله. ۱۹خو د يهوداه خلقو هم د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک قانون ونۀ منلو، هغوئ د هغه رِواجونو نقل شروع کړو چې کوم اِسرائيل خپل کړى وُو. ۲۰مالِک خُدائ ټول اِسرائيل رد کړو، هغوئ له يې سزا ورکړه او ظالمانو دشمنانو ته يې حواله کړل او په آخر کښې يې د خپل حضور نه وشړل. ۲۱کله چې مالِک خُدائ اِسرائيل د يهوداه نه جدا کړو، نو اِسرائيل د نباط زوئ يربعام خپل بادشاه جوړ کړو. يربعام په هغوئ باندې مالِک خُدائ پرېښودو او په هغوئ باندې يې کبيره ګناه وکړه. ۲۲هغوئ په يربعام پسې روان وُو او چې هغۀ کوم ګناهونه کړى وُو نو هغه ټول يې کول، ۲۳چې په آخر کښې مالِک خُدائ هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل، لکه څنګه چې هغۀ د خپلو خِدمت کوونکو پېغمبرانو په ذريعه خبردارے ورکړے وو چې داسې به وکړى. نو د اِسرائيل خلق اسور ته جلاوطن کړے شول، چرته چې تر اوسه پورې اوسيږى.

د اسوريانو د اِسرائيل په مُلک کښې اوسېدل

۲۴د اسور بادشاه د بابل، کُوت، عِواه، حمات او سفروائم ښارونو نه خلق بوتلل او د سامريه په ښارونو کښې يې د اِسرائيل د خلقو په ځائ دېره کړل. هغوئ دا ښارونه قبضه کړل او هلته اوسېدل. ۲۵کله چې هغوئ هلته اوسېدل نو په شروع کښې هغوئ د مالِک خُدائ عبادت نۀ کولو، نو هغۀ ازمرى ورولېږل. او زمريانو د هغوئ نه څۀ کسان ووژل. ۲۶د اسور بادشاه ته وئيلى شوى وُو چې کوم خلق هغۀ د سامريه په ښارونو کښې آباد کړى دى هغوئ د هغه مُلک د معبود په قانون باندې نۀ پوهيږى، نو ځکه هغه معبود ازمرى رالېږلى وُو چې هغوئ يې ووژل. ۲۷نو هغه بادشاه حُکم وکړو چې، ”د هغه اِمامانو نه يو راولېږه چې کوم مونږ قېديان راوستى دى، هغه دې لاړ شى او هلته دې اوسيږى، چې خلقو ته د هغه مُلک د خُدائ قانون وښائى.“ ۲۸نو يو اِسرائيلے اِمام لاړو چې کوم د سامريه نه راويستلے شوے وو او په بيت‌ايل کښې د اوسېدو دپاره لاړل، هلته يې خلقو ته دا ښودنه کوله چې د مالِک خُدائ عبادت به څنګه کوى. ۲۹خو چې کوم خلق په سامريه کښې اوسېدل نو هر يو قوم خپل قومى بُتان جوړ کړل او دا يې په هغه علاقائى زيارتونو کښې کېښودل چې اِسرائيليانو جوړ کړى وُو. او هرې قبيلې په خپل خپل ښار کښې بُتان جوړ کړل. ۳۰د بابل خلقو د سُکات بنات بُتان جوړ کړل، د کُوت خلقو، د نيرګل بُتان، د حمات خلقو، د اسيما بُتان، ۳۱د عِواه خلقو، د نِبحاز او ترتاق بُتان، او د سفروائم خلقو خپل بچى د ادرمُلِک او عنمُلک خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کول. ۳۲دې خلقو د مالِک خُدائ عبادت هم کولو خو د هر قِسم خلقو نه يې اِمامان خوښ کړل چې په علاقائى عبادتخانو کښې د هغوئ دپاره نذرانې پېش کوى. ۳۳نو هغوئ د مالِک خُدائ عبادت کولو، خو چې هغوئ د کومو مُلکونو نه راغلى وُو د هغې د رِواجونو په مطابق يې د خپلو خُدايانو عبادت هم کولو. ۳۴هغوئ تر نن ورځې پورې هغه رِواجونه کوى. هغوئ نۀ د مالِک خُدائ عبادت کوى او نۀ د هغه قانون او حُکمونه منى چې کوم يې د يعقوب اولاد له ورکړى وُو، يعقوب له اِسرائيل نوم ورکړے شوے وو. ۳۵مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ کړے وو او هغوئ له يې حُکم ورکړ‌ے وو چې، ”د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، هغوئ ته سجده مۀ کوئ، د هغوئ خِدمت مۀ کوئ او هغوئ ته قربانى مۀ پېش کوئ. ۳۶تاسو دې زما يعنې مالِک خُدائ تابعدارى کوئ، چا چې د لوئ طاقت او قوت سره د مِصر نه راوويستلئ، تاسو به ما ته سجده کوئ او ما ته به قربانى پېش کوئ. ۳۷تاسو به همېشه هغه قانون او حُکمونه منئ چې کوم ما درته ليکلى دى. تاسو دې د نورو خُدايانو عبادت ونۀ کړئ، ۳۸او تاسو هغه لوظ مۀ هېروئ چې کوم ما درسره کړے دے. او چې تاسو د نورو معبودانو عبادت ونۀ کړئ، ۳۹خو تاسو زما، يعنې د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت کوئ او زۀ به تاسو د خپلو دشمنانو نه بچ کړم.“ ۴۰خو هغه خلقو به غوږ نۀ نيولو او په خپلو زړو رِواجونو باندې يې عمل کولو. ۴۱نو هغه خلقو د مالِک خُدائ عبادت کولو، د خپلو بُتانو عبادت يې هم کولو، نو د هغوئ اولاد تر نن ورځې پورې هم دغه کار نۀ پرېږدى.