PAUL’S EPISTLES

2 Corinthians 11

پولوس رسول او د دروغو رسولان

۱زما خواهش دے چې تاسو ما سره لږ شان بې‌وقوفى وزغمئ. آو، تاسو يې ما سره زغمئ. ۲زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک په شان غېرت محسوسوم، ځکه چې ما يو خاوند سره ستاسو د وادۀ کولو او مسيح ته تاسو د يوې پاکې پېغلې په شان د حاضرولو وعده کړې ده. ۳خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى. ۴ځکه کۀ تاسو ته څوک هم راشى او هغه د بل عيسىٰ پېغام درکوى، او کۀ څۀ هم چې د هغۀ پېغام او زمونږ کښې فرق هم وى، يا تاسو ته د روحُ القُدس په ځائ څۀ بل روح درکړے شى، يا چې تاسو کوم زيرے قبول کړے دے د هغې نه علاوه بل زيرے درکړى، نو بيا خو هغه تاسو ډېر په خوشحالۍ اورئ. ۵زۀ خو خپل ځان ستاسو د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه کم نۀ ګڼم. ۶دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل. ۷ولې ما دا ګناه وکړه چې مې تاسو ته د خُدائ پاک زيرے مفت در ورسولو او ځان مې لاندې کړو د دې دپاره چې تاسو اوچت شئ؟ ۸ستاسو په خيال چې ما ستاسو د خِدمت دپاره د نورو جماعتونو نه په چنده حاصلولو د هغوئ نه غلا وکړه. ۹او کله چې زۀ تاسو سره وم او حاجتمند وم نو ما په چا بوج وانۀ چولو ځکه چې د مِکدونيه نه وروڼه راغلى وُو او زما حاجت يې پوره کړو او ما په هره خبره کښې په تاسو د بوج اچولو نه ځان ساتلے دے او ساتم به يې هم. ۱۰څنګه چې د مسيح حقيقت په ما کښې دے نو د اخيه په علاقه کښې به هيڅوک ما د دې فخر نه منع نۀ کړى. ۱۱دا ولې؟ ځکه چې زۀ تاسو سره مينه نۀ کوم؟ خو خُدائ پاک ته پته ده چې زۀ تاسو سره مينه کوم. ۱۲خو زۀ به خپل کار لکه د مخکښې په شان جارى ساتم. زما دا کار به هغه خلق د دې نه منع کړى چې څوک چې د دې موقعې پسې ګرځى چې په خپلو کارونو زمونږ د خِدمت په شان فخر وکړى. ۱۳ځکه چې داسې خلق دروغژن رسولان دى او دوکه مار دى او ځانونه يې د مسيح د رسولانو په شان کړى وى. ۱۴په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى. ۱۵نو بيا کۀ د شېطان خادِمان د صادقانو خادِمانو په شان ځان جوړ کړى نو دا څۀ غټه خبره نۀ ده. خو د هغوئ اَنجام به د هغوئ د کارونو په شان وى.

د پولوس رسول تکليفونه

۱۶زۀ بيا وايم چې ما دې څوک بې‌وقوف ونۀ ګڼى خو کۀ ګڼى مې نو د بې‌وقوف په شان مې قبول کړئ نو چې زۀ هم لږ شان فخر وکړم. ۱۷زۀ چې د دې فخر او جرأت په حقله څۀ وايم هغه د مالِک په اختيار نه بلکې د بې‌وقوف په شان وايم. ۱۸ځکه چې ډېر خلق په انسانى طور فخر کوى، زۀ به يې هم کوم. ۱۹ځکه چې تاسو په خپله عقلمند يئ نو په خوښه بې‌وقوفان زغمئ. ۲۰ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى. ۲۱زۀ په شرم سره وايم چې په دې کولو کښې مونږ ډېر کمزورى وُو. خو کۀ څوک فخر کوى نو زۀ به هم فخر کوم، زۀ دا د يو بې‌وقوف په طور وايم. ۲۲ولې هغوئ عبرانيان دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ بنى اِسرائيل دى؟ نو زۀ هم يم. ولې هغوئ د اِبراهيم د نسل نه دى؟ نو زۀ هم يم. ۲۳ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم. ۲۴ما د يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلوېښت کوړې وخوړلې، ۲۵درې ځله زۀ په چُوکو ووهلے شوم، يو ځلې سنګسار کړے شوم، درې ځلې راباندې د اوبو جهازونه تباه شول او يوه شپه او ورځ سمندر په مخه کړے وم. ۲۶زۀ څو څو ځله په سفر کښې په مختلفو خطرو کښې لکه د دريابونو، د ډاکوانو، د خپل قوم، د غېر‌يهوديانو، د ښار، د بيابان، د سمندر، د دروغژنو وروڼو او خوېندو په خطرو کښې پاتې شوے يم، ۲۷د سخت محنت او د زيات مشقت په وجه څو څو شپې شوګيره شوے يم. څو څو ځله په لوږو او تندو نارنهور ګرځېدلے يم، څو څو ځله د جامو د کمى په وجه د يخنۍ نه کوکله شوے يم. ۲۸د دې خبرو نه علاوه، چې په ما کوم د روزانه غم دے هغه د ټولو جماعتونو دپاره زما په زړۀ کښې سوچ دے. ۲۹د هغوئ په کمزورتياو زۀ کمزورے کېږم نه څۀ؟ د هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟ ۳۰کۀ فخر کول ضرورى وى نو په کار دے چې زۀ په هغه څيزونو فخر وکړم چې زما کمزورۍ ښکاره کوى. ۳۱د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم. ۳۲چې زۀ په دمشق کښې وم نو د ارِتاس بادشاه ګورنر د ټول ښار نه چاپېره څوکۍ کښېنولې وه چې ما ګرفتار کړى. ۳۳خو زۀ د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کښې کوز کړے شوم او د هغۀ د پنجې نه بچ شوم.