HISTORY

2 Chronicles 30

د فسحې د اختر تيارے

۱‏-۳نو خلقو په صحيح وخت يعنې په وړومبۍ مياشت کښې د فسحې اختر ونۀ کړو، ځکه چې ټولو اِمامانو ځانونه نۀ وُو پاک کړى او ټول خلق په يروشلم کښې نۀ وُو راغونډ شوى. نو بادشاه، د هغۀ آفسران او د يروشلم خلق دې ته راضى شول چې اختر په دوېمه مياشت کښې وکړى او بادشاه د يهوداه او اِسرائيل ټول خلق راوغوښتل. هغۀ د اِفرائيم او منسى قبيلو ته خاص اهميت ورکړو او هغوئ ته يې د دې دعوت خطونه ولېږل چې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راشئ چې د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړُو. ۴نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه، ۵نو هغوئ په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې د بيرسبع پورې ټول اِسرائيل له دعوت ورکړو، چې په يروشلم کښې په دومره لوئ شمېر کښې راغونډ شى چې مخکښې نۀ وى راغونډ شوى او د قانون په مطابق د فسحې اختر وکړى. ۶نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى. ۷د خپل پلار نيکۀ او د خپلوانو په شان مۀ جوړېږئ څوک چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک وفادار نۀ وُو. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې هغوئ له يې سخته سزا ورکړه. ۸د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ. ۹کۀ تاسو مالِک خُدائ ته راوګرځئ، نو چا چې ستاسو خپلوان اغوا کړى دى نو هغوئ به ستاسو په خپلوانو باندې رحم وکړى او هغوئ به خپلو کورونو ته بيا راولى. مالِک خُدائ، خُدائ پاک رحمان او رحيم دے او کۀ تاسو هغۀ ته راوګرځئ، نو هغه به تاسو قبول کړى.“ ۱۰پېغام‌وړونکى په شمال کښې د زبولون قبيلې پورې د اِفرائيم او منسى قبيلو په علاقې کښې هر يو ښار ته لاړل، خو خلقو په هغوئ پورې خندل او ټوقې يې ورپورې کولې. ۱۱خو بيا هم د آشر، منسى او د زبولون قبيلو څۀ خلقو عاجزى ښکاره کړه او يروشلم ته لاړل. ۱۲خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.

د فسحې اختر کېدل

۱۳په دوېمه مياشت کښې د خلقو يو لوئ شمېر په يروشلم کښې راغونډ شو چې د پتيرې روټۍ اختر وکړى. ۱۴هغوئ هغه ټولې قربان‌ګاه واخستلې کومې چې په يروشلم کښې د نذرانو د پېش کولو او د خوشبويۍ د سوزولو دپاره استعمالېدلې او د قِدرون په وادۍ کښې يې وغورزولې. ۱۵او د هغه مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د فسحې اختر د قربانۍ دپاره ګډُورى حلال کړل. کوم اِمامان او ليويان چې پاک نۀ وُو نو هغوئ دومره وشرمېدل چې خپل ځانونه يې مالِک خُدائ ته وقف کړل، نو داسې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شوې. ۱۶هغوئ د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ د شريعت په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې په خپلو ځايونو باندې ودرېدل. ليويانو د قربانۍ وينه اِمامانو له ورکړه، چې هغوئ دا په قربان‌ګاه باندې وشيندله. ۱۷په دغه مجمه کښې ډېر خلق په اودس کښې نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ د فسحې اختر ګډُورى نۀ شُو حلالولے، نو ليويانو د هغوئ دپاره حلال کړل او هغه ګډُورى يې مالِک خُدائ ته وقف کړل. ۱۸د دې نه علاوه، هغه ډېر کسان کوم چې د اِفرائيم، منسى، يساکار او زبولون د قبيلو نه راغلى وُو نو هغوئ د پاکوالى رسم نۀ وو ادا کړے، نو هغوئ په غلطه طريقه باندې د فسحې اختر کولو. حزقياه بادشاه د هغوئ دپاره دا دُعا وکړه، ۱۹”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدايه پاکه. د خپل رحم په وجه هغه کسان معاف کړه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه ستا عبادت کوى، اګر چې هغوئ پاک هم نۀ دى.“ ۲۰مالِک خُدائ د حزقياه دُعا واورېدله، هغۀ هغه خلق معاف کړل او هغوئ ته يې څۀ نقصان ونۀ رسولو. ۲۱کوم خلق چې په يروشلم کښې راغونډ شوى وُو نو هغوئ د لوئې خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر کولو او ليويانو او اِمامانو هره ورځ د جذبې سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو. ۲۲حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو.

دوېم ځل خوشحالى کول

د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے، ۲۳هغوئ ټولو دا فېصله وکړه چې اووۀ ورځې به نور اختر کوى. نو هغوئ د خوشحالۍ سره اختر وکړو. ۲۴حزقياه بادشاه يو زر غوَيى او اووۀ زره ګډان خلقو له ورکړل چې حلال يې کړى او وې خورى او آفسرانو هغوئ له يو زر نور غوَيى او لس زره ګډان ورکړل. نو داسې د ډېرو اِمامانو د پاکوالى رسم ادا شو. ۲۵نو دا ټول خوشحاله وُو، د يهوداه خلق، اِمامان، ليويان، هغه خلق چې کوم د شمالى طرف نه راغلى وُو او هغه مسافر کوم چې په اِسرائيل او يهوداه کښې پاخۀ دېره شوى وُو. ۲۶د يروشلم ښار د خوشحالۍ نه ډک وو، ځکه چې د داؤد زوئ سليمان د وخت نه پس هيڅکله هم داسې نۀ وُو شوى. ۲۷اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.