INTRODUCTION

1 Kings Introduction

پېژندګلو

اول بادشاهان د حضرت داؤد عليه السلام مرګ او د هغۀ د زوئ حضرت سليمان عليه السلام بادشاهۍ سره شروع کيږى. حضرت سليمان عليه السلام د دُنيا د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات مالداره او د ټولو نه زيات د حِکمت خاوند وو. خو حضرت سليمان عليه السلام چې بهرنيو ښځو سره ودونه وکړل او د هغوئ د رسم و رِواج سره يې واسطه راغله نو د خلقو دپاره يې يو دليل پېدا کړو چې د يو واحد خُدائ پاک نه واوړى. اول بادشاهان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور د جوړولو بيان کوى او د صحيح عبادت اهميت ته اِشاره کوى. په دې کِتاب کښې د خُدائ پاک وفادارى داسې ښکاره کيږى چې پېغمبران رالېږى او خصوصاً الياس نبى چې خلقو ته خبردارے ورکوى چې د نورو خُدايانو عبادت مۀ کوئ. دا کِتاب مونږ ته ښائى چې بُتانو ته د عبادت کولو نتيجې څومره د تباهۍ باعث ګرځى. دا د فرد واحد او د قومونو د تباهۍ سبب جوړيږى. د حفظ کولو دپاره ۸‏:_۳۹ آيت ”يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى.“