PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians 9

د رسول حق

۱ولې زۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ ولې زۀ رسول نۀ يم څۀ؟ ولې ما عيسىٰ چې زمونږ مالِک دے نۀ دے ليدلے څۀ؟ ولې تاسو په مالِک کښې زما د خِدمت مېوه نۀ يئ څۀ؟ ۲کۀ زۀ د نورو دپاره رسول نۀ يم نو کم از کم ستاسو دپاره خو يم ځکه چې تاسو په مالِک کښې زما د رسالت مهر يئ. ۳څوک چې زما آزمېښت کوى دا د هغوئ په وړاندې زما دفاع ده، ۴ولې مونږ ته د خپل خوراک څښاک حق نشته څۀ؟ ۵ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟ ۶يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟ ۷ولې تر اوسه چا په خپله خرچه د فوج خِدمت کړے دے؟ څوک داسې دے چې د انګورو باغ وکَرى او مېوه يې نۀ خورى؟ يا څوک داسې دى چې رمه څروى او د هغې پئ نۀ څښى؟ ۸ولې زۀ دا خبرې د بنى آدم د خيال نه کوم؟ ولې شريعت هم داسې نۀ وائى؟ ۹ځکه چې د موسىٰ په شريعت کښې دا ليکلى دى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ.“ ولې خُدائ پاک د غوَيانو فکر کوى څۀ؟ ۱۰يا ولې هغه دا خاص زمونږ دپاره نۀ فرمائى؟ دا حقيقت کښې زمونږ دپاره ليکلے شوى دى ځکه چې څوک قلبه کوى په دې اُميد يې کوى چې څۀ به حاصل کړى او څوک چې غوبل کوى په دې اُميد يې کوى چې په فصل کښې به ورته برخه مِلاو شى. ۱۱کۀ مونږ ستاسو په مينځ کښې روحانى تخم وکَرلو نو ولې دا څۀ لويه خبره ده چې مونږ ستاسو د مادى څيزونو فصل وريبو؟ ۱۲چې د نورو په تاسو دا حق شته نو ولې زمونږ د دې نه زيات نۀ دے څۀ؟ مونږ کله هم دې حق نه کار وانۀ خستو خو مونږ هر څيز برداشت کوُو د دې دپاره چې د مسيح په زېرى کښې څۀ رکاوټ نۀ وى. ۱۳ولې تاسو نۀ يئ خبر څوک چې د خُدائ د کور خِدمت کوى، نو هغه د خُدائ د کور د نذرانې نه خورى او څوک چې د قربان‌ګاه خِدمتګار دى، نو هغوئ ته د قربانۍ نه حِصه ملاويږى؟ ۱۴دغه شان مالِک هم حکم کړے دے، څوک چې د زيرى بيانوونکى دى د هغوئ آمدن دې هم د زيرى نه وى. ۱۵خو ما خپل د دې حق نه هيڅ فائده وانۀ خستله او نۀ مې دا د دې دپاره وليکل چې زۀ د دې نه فائده واخلم ځکه چې زما دپاره د دې نه مړ کېدل بهتر دى. هيڅوک زما فخر بې‌ځايه کولے نۀ شى. ۱۶کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم. ۱۷ځکه کۀ زۀ دا په خپلې مرضۍ کوم نو اجر زما حق جوړيږى، خو کۀ دا زما په خپلې مرضۍ نۀ وى خو بيا هم خُدائ پاک د دې کار ذمه وارى ما ته راکړې ده. ۱۸نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے. ۱۹اګر کۀ زۀ د ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان د ټولو غلام کړو، نو چې نور زيات خلق د مسيح دپاره راولم. ۲۰زۀ د يهوديانو دپاره يهودى شوم دې دپاره چې يهوديان راولم. ما د موسىٰ د شريعت د منونکو د راوستلو دپاره ځان د هغوئ په شريعت کړو، سره د دې چې زۀ د هغوئ د شريعت د لاندې نۀ يم. ۲۱ما د بې‌شريعته خلقو دپاره ځان بې‌شريعته جوړ کړو نو چې بې‌شريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم. ۲۲زۀ د کمزورو دپاره کمزورے شوم چې کمزورى راولم. ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم. ۲۳زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم. ۲۴ولې تاسو نۀ يئ خبر چې په منډه کښې ټول منډې وهونکى منډې وهى ولې اِنعام يو ګټى؟ نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ. ۲۵هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. ۲۶نو زۀ بې‌مقصده منډه نۀ وهم او نۀ زۀ باد په سوکونو وهم. ۲۷بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.