PAUL’S EPISTLES

1 Corinthians 13

د مينې نعمت

۱کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم. ۲او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم. ۳کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته. ۴مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى، ۵نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى. ۶مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى. ۷مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى. ۸مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى. ۹ځکه چې زمونږ عِلم او زمونږ نبوت کامِل نۀ دے. ۱۰خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى. ۱۱کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل. ۱۲ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم. ۱۳او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.