INTRODUCTION

1 Chronicles Introduction

پېژندګلو

اول تواريخ په کِتاب کښې دوه ساده خبرې دا دى چې د خُدائ پاک فرمانبردارى ځان سره برکت راوړى او د هغۀ نافرمانى د تباهۍ باعث جوړيږى. دا کِتاب د يهوداه د بادشاهۍ د بنيادى تاريخ په حقله خبرې کوى يعنې هم هغه بادشاهى چې د اِسرائيل نه جدا شوې وه. اول تواريخ د يو څو نسب‌نامو سره شروع کيږى او په خاص توګه په کښې د حضرت داؤد عليه السلام او د حضرت سليمان عليه السلام ذکر کيږى. په دې کِتاب کښې د حضرت داؤد عليه السلام د بادشاهۍ قيصه بيانوى او هم د دې خبرې وضاحت کوى او پرې رڼا اچوى چې د حضرت داؤد عليه السلام په عبادت کښې کومه ژوره دلچسپى وه. او د مالِک خُدائ د کور د جوړولو په حقله چې د حضرت داؤد عليه السلام کومې منصوبې وې هم د هغې په حقله تفصيلى خبرې کوى، کوم چې بيا وروستو د هغۀ زوئ حضرت سليمان عليه السلام جوړه کړه. اول تواريخ په دې وجه وليکلے شو چې په کښې دا خبره يقينى کړى چې جلاوطن خلق بيا راواپس شول او د خُدائ پاک وفادارى يې خپلو خلقو ته ښکاره کړه. د حفظ کولو دپاره ۲۲‏:_۱۳ آيت ”کۀ تۀ هغه ټول قانون ومنې کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړے وو، نو تۀ به کامياب يې. تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه او چې د هيڅ نه هم ونۀ يرېږې.“