2 Samuel 8
د حضرت داؤد بادشاه جنګونه ۱څۀ وخت وروستو داؤد بادشاه فلستيانو له شکست ورکړو. نو بنى اِسرائيليان د هغوئ د قبضې نه خلاص شول. ۲بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به […]
2 Samuel 7
د حضرت داؤد دپاره د ناتن پېغام ۱داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بېغمه کړے وو. ۲يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ […]
2 Samuel 6
د لوظ صندوق يروشلم ته راوړل ۱داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو، ۲او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه […]
2 Samuel 5
د حضرت داؤد د بنى اِسرائيلو او د يهوداه بادشاه جوړېدل ۱بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو. ۲په تېره زمانه کښې، ترڅو چې ساؤل زمونږ بادشاه وو نو تا په جنګ کښې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک […]
2 Samuel 4
د اشبوست مرګ ۱کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل. ۲د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د […]
2 Samuel 3
۱کومو فوجيانو چې د ساؤل د خاندان ملګرتيا کوله او چا چې د داؤد ملګرتيا کوله د هغوئ په مينځ کښې تر ډېرې مودې پورې جنګ جارى وو. داؤد چې څومره زيات تکړه کېدو نو مخالفين يې دومره کمزورى کېدل. د داؤد زامن ۲په حبرون کښې د داؤد دا زامن پېدا شول: د هغۀ مشر […]
2 Samuel 2
د حضرت داؤد د يهوداه بادشاه جوړېدل ۱د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“ ۲نو داؤد حبرون ته لاړو، […]
2 Samuel 1
د حضرت داؤد د ساؤل د مرګ نه خبرېدل ۱د ساؤل د مرګ نه پس چې داؤد په عماليقيانو فتح وموندله نو راغلو او دوه ورځې په صِقلاج کښې ايسار شو. ۲په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې […]
1 Samuel 31
د ساؤل او د هغۀ د زامنو مرګ ۱فلستيانو د جِلبوعه په غرۀ د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ وکړو. د بنى اِسرائيلو فوجيان د فلستيانو نه وتښتېدل او د بنى اِسرائيلو ډېر کسان مړۀ شول. ۲خو فلستيان ساؤل ته نزدې ورورسېدل او د ساؤل درې زامن يې ووژل، يونتن، ابينداب او مُلکىشوَع. ۳د ساؤل نه […]
1 Samuel 30
د عماليقيانو خِلاف جنګ ۱نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو ۲او ټولې زنانه او ټول ماشومان نيولى وُو، هغوئ څوک وژلى نۀ وُو، خو چې کله […]