2 Samuel 18

د ابى‌سلوم شکست او وژلے کېدل ۱داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل. ۲بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د […]

2 Samuel 17

د حوسى ابى‌سلوم بې‌لارې کول ۱د هغې ډېر وخت نۀ وو شوے چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم ته ووئيل، ”ما پرېږده چې دولس زره سړى خوښ کړم او نن شپه زۀ په داؤد پسې روان شم. ۲کله چې هغه ستړے او بې‌حوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول […]

2 Samuel 16

حضرت داؤد او ضيبا ۱کله چې داؤد د غرۀ د سر نه لږ مخکښې تلے وو، نو هغه ناڅاپه د مفيبوست د نوکر ضيبا سره مِلاو شو، د هغۀ سره دوه خرونه وُو چې دوه سوو ډوډو، يو سل موټى کشمشو، سل موټى د اوړى مېوو او د ميو ډکه يوه مشکيزه پرې بار وُو. […]

2 Samuel 15

د ابى‌سلوم د بغاوت منصوبه جوړول ۱د هغې نه پس، ابى‌سلوم د ځان دپاره ګاډۍ او آسونه تيار کړل او پنځوسو محافظانو به د دې نه مخکښې منډې وهلې. ۲هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې […]

2 Samuel 14

د ابى‌سلوم يروشلم ته راواپس کېدل ۱يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى، ۲نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې […]

2 Samuel 13

امنون او تامار ۱د داؤد د زوئ ابى‌سلوم يوه ښائسته ناوادۀ شوې خور وه چې نوم يې تامار وو. د داؤد يو بل زوئ امنون په هغې باندې مئين شو. ۲هغۀ ورسره دومره مينه کوله چې هغې پسې بيمار شو، هغې د سړو سره تعلق نۀ ساتلو او د هغۀ خيال نۀ راتلو چې دا […]

2 Samuel 12

د ناتن پېغام او د حضرت داؤد پښېمانه کېدل ۱مالِک خُدائ ناتن پېغمبر داؤد له ولېږلو. ناتن هغۀ له ورَغلو او دا مثال يې ورته بيان کړو، ”دوه سړى وُو چې په يو ښار کښې اوسېدل، يو مالداره او بل غريب وو. ۲مالداره سره ډېر څاروى او ګډې وې، ۳خو د غريب سره صِرف يوه […]

2 Samuel 11

حضرت داؤد او بت‌‌سبع ۱په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو. ۲يوه ورځ په ماښامى کښې […]

2 Samuel 10

د حضرت داؤد عمونيانو او شاميانو له شکست ورکول ۱څۀ موده وروستو د عمون بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه شو. ۲داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. […]

2 Samuel 9

حضرت داؤد او مفيبوست ۱يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“ ۲د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا […]