1 Kings 4

د حضرت سليمان آفسران ۱سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو بادشاه وو، ۲او دا کسان د هغۀ لوئ آفسران وُو، د صدوق زوئ عزرياه اِمام، ۳د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط، ۴د لښکر مشر، د يهويدع زوئ بناياه، اِمامان، صدوق او ابياتار، ۵د ضِلعې د حکمرانانو مشر، […]

1 Kings 3

د حضرت سليمان د حِکمت دپاره دُعا غوښتل ۱سليمان د مِصر بادشاه فِرعون سره اِتحاد وکړو او د هغۀ لور يې وادۀ کړه. هغه يې د داؤد ښار ته راوستله او تر هغې پورې هلته اوسېدله چې ترڅو پورې هغۀ خپل محل، د مالِک خُدائ کور او د يروشلم ګېرچاپېره دېوال جوړول ختم کړى نۀ […]

1 Kings 2

د حضرت داؤد حضرت سليمان ته وصيت ۱کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو، ۲”زما وخت پوره دے، تکړه سړے شه او حوصله مضبوطه کړه. ۳او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول […]

1 Kings 1

د حضرت داؤد بوډاتوب ۱داؤد اوس د ډېر عُمر سړے وو، کۀ په هغۀ باندې به ډيرې بسترې واچولے شوې نو هغه به بيا هم نۀ ګرمېدو. ۲خپلو آفسرانو هغۀ ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مونږ به يوه پېغله ولټوُو چې تا سره وى او ستا خِدمت کوى. هغه به ستا په څنګ کښې څملى او […]

2 Samuel 24

د حضرت داؤد مردم‌شمارى ۱مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“ ۲نو داؤد د خپل لښکر مشر يوآب له حُکم ورکړو، ”د خپلو آفسرانو سره د بنى […]

2 Samuel 23

د حضرت داؤد آخرى خبرې ۱د يَسى زوئ داؤد هغه سړے وو چې خُدائ پاک ورله شان او شوکت ورکړے وو، چې د يعقوب خُدائ پاک هغه د دې دپاره خوښ کړو چې بادشاه شى او هغه د بنى اِسرائيلو دپاره مشهور ثناء خوان هم وو. د داؤد آخرى خبرې دا وې: ۲”د مالِک خُدائ […]

2 Samuel 22

د حضرت داؤد د فتحې ثناء صِفت ۱کله چې مالِک خُدائ داؤد د ساؤل او خپلو نورو دشمنانو نه بچ کړو، نو داؤد د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې دا وفرمائيل، ۲”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے. ۳زما خُدائ پاک زما د […]

2 Samuel 21

د ساؤل د اولاد قتل کېدل ۱د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“ ۲(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، […]

2 Samuel 20

د شيبا بغاوت ۱په جِلجال کښې داسې وشول چې د بنيامين د قبيلې يو بدمعاش سړے وو. هغه د بِکرى زوئ وو او نوم يې شيبا وو. هغۀ بيګل وغږولو او چغه يې کړه، ”نۀ به د داؤد نه په ميراث کښې مونږ ته څۀ مِلاو شى او نۀ مونږ ته د هغۀ نه د […]

2 Samuel 19

د يوآب پښېمانه کېدل ۱يوآب خبر شو چې داؤد بادشاه ژاړى او د ابى‌سلوم په غم غمژن دے. ۲نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى. ۳هغوئ پټ پټ ښار ته واپس لاړل، لکه […]