1 Chronicles 17
د حضرت داؤد سره د خُدائ پاک لوظ ۱نو کله چې داؤد بادشاه په خپل محل کښې اوسېدو، يوه ورځ هغۀ ناتن پېغمبر راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې ښائسته کور کښې اوسېږم چې د دِيار د لرګى نه جوړ دے، خو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په خېمه کښې […]
1 Chronicles 16
۱هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. ۲کله چې داؤد سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کول بس کړل، نو هغۀ د مالِک خُدائ په نوم […]
1 Chronicles 15
د لوظ صندوق د وړلو تيارے کول ۱داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله. ۲بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک […]
1 Chronicles 14
په يروشلم کښې د حضرت داؤد کارنامې ۱د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى. ۲نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ هغه د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے دے او د خپلو خلقو […]
1 Chronicles 13
د لوظ صندوق د قِريَتيعريم نه وړل کېدل ۱داؤد بادشاه د هغه ټولو آفسرانو سره مشوره وکړه چې زرو سړو د ډلو او د سلو سړو د ډلو مشران وُو. ۲بيا هغۀ ټولو بنى اِسرائيلو ته اِعلان وکړو چې، ”کۀ تاسو ته منظوره وى او کۀ دا د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک رضا […]
1 Chronicles 12
د بنيامين د قبيلې نه د حضرت داؤد وړومبنى ملګرى ۱دا هغه سړى دى چې په صِقلاج کښې د داؤد سره په هغه وخت ملګرى شول چې هغه د قيس زوئ ساؤل نه پټېدو. هغوئ د هغه جنګيالو نه وُو چا چې د داؤد په حق کښې جنګ وکړو. ۲دا ټول تکړه لينده چلوونکى وُو، […]
1 Chronicles 11
د حضرت داؤد بادشاه جوړېدل ۱بيا ټول بنى اِسرائيليان په حبرون کښې داؤد له لاړل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو. ۲په تېره زمانه کښې، کله چې لا ساؤل زمونږ بادشاه وو، نو تۀ هغه څوک وې چې په جنګ کښې دې د بنى اِسرائيلو مشرى کوله او مالِک خُدائ ستا خُدائ […]
1 Chronicles 10
د ساؤل مرګ ۱فلستيانو د بنى اِسرائيلو خِلاف د جِلبوعه په غر باندې يو جنګ وکړو. هلته ډېر بنى اِسرائيليان ووژلے شول او د هغوئ نور پاتې کسان سره د ساؤل بادشاه او د هغۀ د زامنو وتښتېدل. ۲خو فلستيان ساؤل او د هغۀ زامنو ته ورنزدې شول او د ساؤل درې زامن يونتن، ابينداب […]
1 Chronicles 9
د خلقو آزادېدل او واپس راتلل ۱د ټولو بنى اِسرائيلو نسبنامه ليکلے شوې وه او دا معلومات د بنى اِسرائيلو د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. د يهوداه خلق د خپلې نافرمانۍ په وجه بابل ته ويستلے شوى وُو. ۲وړومبى کسان چې په خپلو پخوانو ښارونو کښې جائيدادونو ته راواپس شول […]
1 Chronicles 8
د بنيامين اولاد ۱د بنيامين پينځۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب هغوئ داسې دى: بالع، اشبيل، اخرخ، ۲نوحه او رفا. ۳د بالع اولاد دا وو: ادار، جيرا، ابيهود، ۴ابيسوع، نعمان، اخوع، ۵جيرا، سفوفان او حيرام. ۶-۷د اهُود اولاد نعمان، اخياه او جيرا وو. هغوئ د هغه کورَنو مشران وُو چې په جبعه کښې اوسېدل، […]