1 Chronicles 27

فوجى مشران او فوجى ډلې ۱دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو. ۲‏-۱۵دا د هرې مياشتې دپاره فوجى آفسران وُو: اوله مياشت، […]

1 Chronicles 26

د مالِک خُدائ د کور څوکيداران ۱دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو، ۲د هغۀ اووۀ زامن وُو چې د عُمر په ترتيب داسې دى، زکرياه، يديعيل، زبدياه، يتنى‌اېل، ۳عيلام، يهوحنان […]

1 Chronicles 25

د مالِک خُدائ د کور موسيقاران ۱داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ […]

1 Chronicles 24

اِمامانو ته جدا جدا خِدمت حواله کېدل ۱دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۲ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلى‌عزر او […]

1 Chronicles 23

۱کله چې داؤد د ډېر عُمر شو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړو. د ليويانو ذمه وارى ۲داؤد بادشاه د بنى اِسرائيلو ټول مشران، ټول اِمامان او ليويان راغونډ کړل. ۳هغۀ د هغه ټولو نرانو ليويانو مردم‌شمارى وکړه چې عُمر يې دېرش کاله يا د دې نه زيات وو. دا […]

1 Chronicles 22

۱نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“ د مالِک خُدائ د کور د عمارت تيارے کول ۲داؤد بادشاه هغه ټولو مسافرو له حُکم ورکړو کوم چې د بنى اِسرائيلو په مُلک […]

1 Chronicles 21

مردم‌شمارى او وبا ۱شېطان غوښتل چې په بنى اِسرائيلو باندې مصيبت راولى، نو هغۀ داؤد ولمسولو چې يوه مردم‌شمارى وکړى. ۲نو داؤد يوآب او نورو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”د بنى اِسرائيل مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې وګرځئ او خلق وشمېرئ. ما له تفصيل راوړئ چې پته راته ولګى چې خلق […]

1 Chronicles 20

د حضرت داؤد ربه قبضه کول ۱په ورپسې سپرلى کښې، د کال په هغه وخت کښې چې بادشاهان عموماً د جنګ دپاره ځى، يوآب لښکر روان کړو او د عمون مُلک يې تباه کړو، اګر چې داؤد بادشاه په يروشلم کښې ايسار وو. هغوئ د ربه ښار محاصره کړو او په دې يې حمله وکړه […]

1 Chronicles 19

د حضرت داؤد عمونيانو او شاميانو له شکست ورکول ۱څۀ موده وروستو عمونے بادشاه ناحس مړ شو او د هغۀ زوئ حنون بادشاه جوړ شو. ۲داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به حنون ته خپله وفادارى هم هغه شان ښايم لکه څنګه چې د هغۀ پلار ناحس ما ته وفادارى ښودلې وه.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل […]

1 Chronicles 18

د حضرت داؤد کاميابۍ ۱څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل. ۲هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. ۳بيا، داؤد […]