2 Chronicles 28
د يهوداه بادشاه احاز ۱احاز د شلو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په شان نۀ وو، او په ځائ د هغې يې هغه کار کولو چې په څۀ مالِک خُدائ ناراضه کېدو. ۲او د اِسرائيل د بادشاهانو په نقش […]
2 Chronicles 27
د يهوداه بادشاه يوتام ۱يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه. ۲هغۀ د خپل پلار عُزياه په شان هم هغه کار کولو چې په کوم باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، خو د خپل پلار په شان هغۀ داسې […]
2 Chronicles 26
د يهوداه بادشاه عُزياه ۱د يهوداه ټولو خلقو د امصياه شپاړس کلن زوئ عُزياه خوښ کړو چې د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ شى. ۲دا د امصياه د مرګ نه پس وُو چې عُزياه ايلات بيا قبضه کړو او ښار يې دوباره جوړ کړو. ۳عُزياه د شپاړسو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او […]
2 Chronicles 25
د يهوداه بادشاه امصياه ۱امصياه د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او يو کم دېرش کاله يې په يروشلم باندې حکومت وکړو. د هغۀ مور د يروشلم يهوعدان وه. ۲هغۀ هغه هر کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ رضا کېدو خو د زړۀ د اخلاصه يې نۀ کول. ۳کله چې د […]
2 Chronicles 24
د يهوداه بادشاه يوآس ۱يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو او څلوېښت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور د بيرسبع د ښار ضِبياه وه. ۲ترڅو پورې چې يهويدع اِمام ژوندے وو نو يوآس هم هغه کار کولو چې مالِک خُدائ ورباندې خوشحالېدو. ۳يهويدع د يوآس بادشاه […]
2 Chronicles 23
د عتلياه خِلاف بغاوت ۱د شپږو کالو اِنتظار نه پس يهويدع اِمام يوه فېصله وکړه. هغۀ د دې پينځو فوجى آفسرانو سره لوظ وکړو، د يروحام زوئ عزرياه، د يهوحنان زوئ اِسمٰعيل، د عوبيد زوئ عزرياه، د عداياه زوئ معسياه او د زِکرى زوئ الياسفط. ۲هغوئ د يهوداه ټولو ښارونو ته سفر وکړو او ځان […]
2 Chronicles 22
د يهوداه بادشاه اخزياه ۱څۀ عربو حمله وکړه او د يهورام بادشاه د کشرى زوئ اخزياه نه بغېر يې د يهورام ټول زامن ووژل. نو بيا د يروشلم خلقو اخزياه د خپل پلار نه پس بادشاه جوړ کړو. ۲اخزياه د دوويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شو او يو کال يې په يروشلم باندې […]
2 Chronicles 21
۱يهوسفط مړ شو او د داؤد ښار په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. د يهوداه بادشاه يهورام ۲د يهوسفط بادشاه د زوئ يهورام شپږ وروڼه وُو، عزرياه، يحىايل زکرياه، عزرياه، ميکائيل او سفطياه. ۳خپل پلار هغوئ له ډېر سرۀ زر، سپين زر او […]
2 Chronicles 20
د ادوميانو خِلاف جنګ ۱څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى. ۲څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ […]
2 Chronicles 19
د يو پېغمبر يهوسفط رټل ۱د يهوداه، يهوسفط بادشاه په يروشلم کښې په خېر سره خپل محل ته واپس راغلو. ۲د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او […]