Esther 9
د يهوديانو خپل دشمنان تباه کول ۱د ادر مياشتې ديارلسمه ورځ راغله، دا هغه ورځ وه چې په دې باندې شاهى فرمان عملى کول وُو، هغه ورځ چې د يهوديانو دشمنانو دا اُميد لرلو چې يهوديان به د خپل طاقت لاندې راولى. خو يهوديانو ورباندې فتح وموندله. ۲د اخسويرس په ټوله بادشاهۍ کښې يهوديان په […]
Esther 8
يهوديانو ته د جنګ کولو حُکم مِلاوېدل ۱هم په هغه وخت اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر له د همان ټول جائيداد ورکړو، دا هم هغه همان وو کوم چې د يهوديانو دشمن وو. اِستَر بادشاه ته وفرمائيل چې مردکى د هغې خپلوان دے، نو د هغه وخت نه مردکى ته دا اجازت وو چې د بادشاه […]
Esther 7
۱نو بادشاه او همان د اِستَر سره روټۍ خوړلو له لاړل ۲او دا دوېم ځل وو. د ميو څښلو په وخت بادشاه د هغې نه بيا تپوس وکړو، ”مَلِکه اِستَر، اوس چې تۀ زما نه څۀ هم وغواړې نو تا ته به مِلاو شى. زۀ به تا له زما نيمه بادشاهى هم درکړم.“ ۳مَلِکه اِستَر […]
Esther 6
د بادشاه د مردکى درناوے کول ۱هم په هغه شپه بادشاه له خوب نۀ ورتلو، نو هغۀ حُکم وکړو چې د بادشاهۍ د تاريخ کِتاب دې راوړے شى او هغۀ ته دې ولوستلے شى. ۲نو چې هغوئ کومه حِصه ولوستله په هغې کښې هغه واقعه شامله وه چې مردکى د بادشاه د وژلو منصوبه څنګه […]
Esther 5
د اِستَر، د بادشاه او همان مېلمستيا کول ۱د روژې په درېمه ورځ اِستَر شاهى لِباس واغوستلو، لاړه او د محل په دنننى دربار کښې د تخت کوټې ته مخامخ ودرېدله. بادشاه دننه وو او د محل دروازې ته مخامخ په شاهى تخت ناست وو. ۲کله چې بادشاه وکتل چې مَلِکه اِستَر دننه په دربار […]
Esther 4
د مردکى اِستَر نه مدد غوښتل ۱کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد […]
Esther 3
د همان د يهوديانو د تباه کولو منصوبه جوړول ۱څۀ موده وروستو اخسويرس بادشاه همان نومې سړى له ترقى ورکړه او د وزيرانو مشر يې جوړ کړو. همان د اجاج د قوم همداتا زوئ وو. ۲بادشاه خپلو ټولو آفسرانو له حُکم ورکړو چې همان ته د عزت نه ټيټېږئ، خو مردکى يې عزت نۀ کولو […]
Esther 2
د اِستَر مَلِکه جوړېدل ۱وروستو، کله چې د بادشاه غصه سړه شوې وه، نو هغۀ بيا هم د وشتى د عمل او د هغې خِلاف د فرمان په حقله سوچ کولو. ۲نو د بادشاه خادِمانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”مونږ به ستا دپاره يو څو ښائسته ناوادۀ شوې پېغلې ولټوُو. ۳تۀ د بادشاهۍ په هره […]
Esther 1
د مَلِکه وشتى د اخسويرس بادشاه خِلاف بغاوت کول ۱-۲د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو. ۳د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. […]
Nehemiah 13
د بنى اِسرائيلو نه د بل مُلک خلق جدا کول ۱کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى. ۲دا د هغې په وجه […]