Job 39
۱تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟ ۲ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى ۳کله چې هغوئ د […]
Job 38
د مالِک خُدائ حضرت ايُوب له جواب ورکول ۱نو مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو، ۲”هغه څوک دے چې بغېر د څۀ پوهې نه زما د عقل په حقله تپوسونه کوى؟ ۳نو اوس ټينګ شه، او زما د سوال جواب راکړه. ۴کله چې ما د زمکې بنياد کېښودو نو تۀ چرته وې؟ […]
Job 37
۱په دې باندې هم زما زړۀ درزيږى، او ټوپونه وهى. ۲واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى. ۳د ټول آسمان لاندې هغه دا پړق وهى، او د هغۀ رڼا د دُنيا ګوټونو ته رسيږى. ۴بيا د هغۀ آواز شور جوړ کړى، […]
Job 36
د اليهُو د خُدائ پاک ثناء صِفت کول ۱اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”ما ته لږ صبر وکړئ، نو زۀ به تاسو ته حقيقت وښايم، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک په صفايئ کښې څۀ وئيل غواړم. ۳زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما […]
Job 35
د اليهُو حضرت ايُوب ته د خُدائ پاک اِنصاف وريادول ۱اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم، ۳خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه […]
Job 34
د اليهُو په حضرت ايُوب باندې اِعتراض کول ۱نو اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”اے عقلمندو سړو، زما خبره واورئ، اے هوښيارانو ما ته غوږ ونيسئ، ۳ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى. ۴راځئ چې د دې پته ولګوو چې څۀ صحيح دى، راځئ […]
Job 33
د اليهُو حضرت ايُوب ته خپله خبره کول ۱نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه. ۲نو اوس چې ما خبرې شروع کړې، نو پرېږده چې زړۀ تش کړم. ۳زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم. ۴د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، […]
Job 32
د اليهُو د حضرت ايُوب ملګرى رټل ۱نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بېګناه وو. ۲نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ […]
Job 31
۱ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم. ۲پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟ ۳افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې […]
Job 30
۱اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو. ۲د هغوئ طاقت به ما له څۀ فائده راکړى؟ د هغوئ ټول زور ختم شوے دے. ۳هغوئ دومره غريبانان او اوږى وُو چې د شپې به يې […]