Psalm 27
د حضرت داؤد يو زبور په مالِک خُدائ د توکل سندره ۱مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟ ۲چې کله ما ختمول غواړى بدکاران او حمله راباندې وکړى زما […]
Psalm 26
د حضرت داؤد يو زبور د نېک انسان دُعا ۱اے مالِکه خُدايه، زما د بېګناهۍ په حقله تاسو فېصله وکړئ، ځکه چې ما تل نېکى کړې ده، ما په مالِک خُدائ بېشکه باور کړے دے. ۲اے مالِکه خُدايه په ما آزمېښت وکړه او تيار مې کړه، زما د زړۀ او خيالونو آزمېښت وکړه. ۳خو زۀ […]
Psalm 25
د حضرت داؤد يو زبور د هدايت او حفاظت دپاره دُعا ۱زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا، ۲اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما. ۳هيڅکله شرمنده به نۀ شى هغه څوک چې کوى يقين په تا، خو […]
Psalm 24
د حضرت داؤد يو زبور د جلال بادشاه ۱دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى. ۲په دريابونو باندې اېښى مالِک خُدائ د زمکې بنيادونه دى، دا زمکه يې په سمندر باندې آباده کړې ده. ۳د مالِک خُدائ […]
Psalm 23
د حضرت داؤد يو زبور مالِک دے شپون زما ۱مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. ۲راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له. ۳هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره. […]
Psalm 22
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د سحر هوسۍ په ساز کښې به وغږولے شى د مدد درخواست او د ثناء صِفت سرودونه ۱اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟ ۲په ورځ کښې تا […]
Psalm 21
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د کاميابۍ دپاره د مالِک خُدائ ثناء ۱مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى. ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى. ۲تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان. […]
Psalm 20
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د کاميابۍ دپاره دُعا ۱په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى. ۲هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه او داسې به طاقت درکوى د صيون […]
Psalm 19
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د دُنيا په پېدايښت کښې د خُدائ پاک جلال ۱آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى. ۲هره ورځ بلې ورځ پسې متواتر وېنا کوى، هره شپه بلې شپې پسې د هغۀ مشهورتيا کوى. ۳نۀ کوى خبرې خو […]
Psalm 18
د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د مالِک خُدائ خِدمتګار. هغۀ دا سرود مالِک خُدائ ته په هغه ورځ ووئيلو، چې په کومه ورځ مالِک خُدائ دے د خپلو دشمنانو او ساؤل نه وساتلو. د فتحې نظم ۱اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت […]