Psalm 77

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت آسف د يدوتون دپاره، يو زبور ۱ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه، ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره. ۲کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو […]

Psalm 76

د موسيقۍ د مشر دپاره: د رباب د تارونو سره، د حضرت آسف يو زبور، يو حمد ۱خُدائ پاک په يهوداه کښې مشهور دے، د هغۀ په بنى اِسرائيلو کښې لوئ نوم دے. ۲د هغۀ خېمه په شاليم کښې ده، او د هغۀ استوګنه په صيون کښې ده. ۳هلته هغۀ د اور غشى مات کړل، […]

Psalm 75

د سرود مشر دپاره: د آسف يو زبور چې په ساز کښې وغږولے شو مۀ تباه کوئ د خُدائ پاک عدالت کول ۱مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو، مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے، او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى. ۲تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله […]

Psalm 74

د حضرت آسف يو سرود ۱اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟ ۲هغه خلق راپه ياد کړه چې د پخوا نه تا په بيعه اخستى دى، او د هغه قوم فديه دې ورکړې ده کوم چې ستا […]

Psalm 73

د حضرت آسف يو زبور ۱خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے، او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے. ۲خو څومره چې زما په متعلق خبره وه تقريباً پښې مې ښوئېدو ته نزدې شوې وې، نزدې وه چې زمکه مې د پښو نه تښتېدلے وے. ۳نو ما د […]

Psalm 72

د حضرت سليمان دُعا ۱اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه، او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه. ۲هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى. ۳غرونه به خلقو ته آبادى راولى، غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى. ۴او هغه به د […]

Psalm 71

د يو بوډا سړى دُعا ۱زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم، ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم، ۲په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه، ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه. ۳تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم، تۀ حُکم ورته […]

Psalm 70

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد ليکلے شوے درخواست د مدد دپاره دعا ۱پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه، مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه. ۲هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى، هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى، هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى، دوئ ټول دې […]

Psalm 69

د موسيقۍ د مشر دپاره: د نيلوفر د ګل د ساز په مطابق، چې حضرت داؤد ليکلے وو د مدد غوښتلو دپاره دُعا ۱اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے. ۲زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم […]

Psalm 68

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد د حمد‌و‌ثناء يو زبور د کاميابۍ سرود ۱پاکه خُدايه راپاڅه، او خپل دشمنان دې خوارۀ وارۀ کړه، څوک چې تا نه نفرت کوى هغوئ تالا والا کړه. ۲لکه څنګه چې لوګے د هوا په وړاندې زغلى، دغه شان تاسو دوئ د خپل ځان نه وزغلوئ. لکه څنګه […]