Psalm 87

د قورح د زامنو يو زبور د يروشلم په صِفت کښې ۱هغۀ د ښار بنياد په مقدس غر باندې لګولے دے. ۲د صيون د ښار سره مالِک خُدائ مينه کوى د يعقوب د نورو ښارونو په نسبت ورسره زياته مينه کوى. ۳ستا په حقله د جلال خبرې شوې دى، اے د خُدائ پاک ښاريې. ۴څوک […]

Psalm 86

د حضرت داؤد يوه دُعا ۱اے مالِکه خُدايه، سوال مې واوره، او قبول يې کړه، ځکه چې زۀ غريب او حاجتمند يم. ۲زما ژوندون وساته ځکه چې ما خپل ځان تا ته پېش کړے دے، هم تۀ زما خُدائ پاک يې خپل خِدمتګار دې بچ کړه چا چې په تا اعتماد کړے دے، ۳په ما […]

Psalm 85

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور د برکت دپاره دعا ۱اے مالِکه خُدايه، تا خپل برکت په خپل مُلک باندې وکړو، او تا دوباره د يعقوب خوش قسمتى بحال کړه. ۲تا د خپلو خلقو خطاګانې معاف کړې، تا د هغوئ په ټولو ګناهونه پرده واچوله. ۳تا خپله غصه په خپل […]

Psalm 84

د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت ساز په انداز کښې، د قورح د زامنو يو زبور ۱ستا د اوسېدو ځائ څومره ښکلے دے، اے مالِکه ربُ الافواجه خُدايه، ۲روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په […]

Psalm 83

يو حمد، د حضرت آسف يو زبور د اِسرائيل د دشمنانو خلاف دُعا ۱پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه. ۲وګوره ستا دشمنان راپارېدلى دى، او څوک چې تا نه نفرت کوى سرکشۍ سره راپاڅېدلى دى. ۳ستا د قوم خلاف يې ارادې د چل نه ډکې دى، تۀ […]

Psalm 82

د حضرت آسف يو زبور د اِنصاف کولو دپاره دُعا ۱خُدائ پاک په خپل آسمانى دربار کښې ولاړ دے، او د نورو معبودانو په مينځ کښې عدالت کوى، ۲”ترڅو پورې به تاسو په بې‌اِنصافۍ سره فېصلې کوئ، ترڅو پورې به تاسو د بدکارو طرفدارے کوئ؟ ۳د غريب او د يتيم د حق نه حفاظت وکړئ، […]

Psalm 81

د موسيقۍ د مشر دپاره: د ګتيت د ساز په مطابق، د حضرت آسف يو زبور سرکشه اِسرائيل ته د مالِک خُدائ عرض کول ۱خُدائ پاک ته د خوشحالۍ حمدونه ووايئ څوک چې زمونږ زور دے، د يعقوب پاک خُدائ ته سندرې ووايئ ۲سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ. ۳د […]

Psalm 80

د موسيقۍ د مشر دپاره: د لوظ د نيلوفر د ګلونو د ساز سره، د حضرت آسف يو زبور د اِسرائيل د بحالۍ دپاره دُعا ۱اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو […]

Psalm 79

د حضرت آسف يو زبور ۱اے پاکه خُدايه غېر قومونو ستا مُلک قبضه کړے دے، هغوئ ستا د مقدس کور بې‌حرمتى وکړه او هغوئ يروشلم په کنډرو بدل کړے دے. ۲هغوئ ستا د خادِمانو لاشونه د هوا مارغانو ته وغورزول، او ستا د مقدسينو غوښې يې ځنګلى ځناورو ته واچولې. ۳هغوئ د دوئ وينه د […]

Psalm 78

د حضرت آسف يو نظم ۱اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ. ۲زۀ به خپله خولۀ په مِثالونو پرانيزم، زۀ به زاړۀ او پټ رازونه راڅرګند کړم. ۳مونږ چې څۀ اورېدلى او پېژندلى دى، او څۀ چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيلى دى، ۴مونږ به دا […]