Psalm 97

د خُدائ پاک لوئى او قدرت ۱مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى. ۲او درنې وريځې او تيارې ترې نه راتاوې دى، اِنصاف او صداقت دواړه د هغۀ د تخت بنيادونه دى. ۳د هغۀ نه وړاندې اور روان وى، په هر اړخ د هغۀ دشمنان سوزوى. […]

Psalm 96

د خُدائ لوئى او جلال ۱مالِک خُدائ ته يوه نوې سندره ووايئ، اے ټولې دُنيا مالِک خُدائ ته سرود ووايئ. ۲مالِک خُدائ ته سرود ووايئ او د هغۀ د نوم ثناء ووايئ، او د هغۀ خلاصون هره ورځ بيان کړئ. ۳په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې […]

Psalm 95

د خُدائ د حمد و ثناء سرود ۱راځئ، چې مالِک خُدائ ته حمد و ثناء ووايو، راځئ چې د خوشحالۍ نعرې زمونږ د خلاصون ګټ ته ووايو. ۲راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمد‌و‌ثناء سندرې ووايو. ۳ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د […]

Psalm 94

مالِک خُدائ بدله اخلى ۱اے مالِکه خُدايه، بدله اخستونکى، پاکه خُدايه، بدله اخستونکى پاکه خُدايه خپل جلال دې وځلوه. ۲اے د دُنيا منصفه، راپاڅه، مغرورانو له د دوئ د عملونو په مطابق سزا ورکړه. ۳ترڅو به بدکاران، مالِکه خُدايه، ترڅو به بدکاران خوشحالى کوى؟ ۴هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى، ټول بدکاران […]

Psalm 93

د مالِک خُدائ بادشاهى ۱مالِک خُدائ بادشاهى کوى او د عزت چُوغه يې اغوستې ده، او د هغۀ لاسونه زورَور دى مالِک خُدائ د شان او شوکت چُوغه اغوستې ده. دُنيا نۀ شى خوځېدے هغۀ مضبوطه جوړه کړې ده. ۲ستا تخت د پخوا نه قائم شوے دے، او ستا ذات د ازل نه موجود دے. […]

Psalm 92

د سبت د ورځې د ثناء صِفت دپاره، يو زبور ۱دا ښۀ خبره ده چې ستا ثناء صِفت وکړُو مالِکه خُدايه، او په حمدونو کښې ستا د نوم ستائينه وکړُو خُدائ تعالىٰ. ۲هر سحر چې ستا ابدى مينه ياده کړُو، او په شپه کښې ستا وفادارى ياده کړُو، ۳د بينجو په لس تاريزه ساز کښې، […]

Psalm 91

مالِک خُدائ زمونږ پناه ګاه او ساتونکے دے ۱هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى. ۲زۀ به داسې وايم چې، ”مالِک خُدائ زما پناه او هم زما قلعه ده، هم هغه زما خُدائ پاک دے په چا چې توکل کوم.“ ۳بې‌شکه […]

Psalm 90

د حضرت موسىٰ دُعا ۱اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې. ۲د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه ‎پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه، تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده. ۳تۀ بيا بنى […]

Psalm 89

د ازراحى ايتان يو سرود ۱زۀ به د تل دپاره د مالِک خُدائ د ابدى مينې سندرې وايم، او ستا د وفادارۍ په حقله به وړو او زړو ته ووايم. ۲زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“ ۳مالِک […]

Psalm 88

يو حمد، د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د زامنو يو زبور د محلت لعنوت په طرز کښې ۱اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم. ۲زما دُعا دې تا ته درورسيږى، زما ژړا ته غوږ ونيسه. ۳زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ […]