Psalm 117

۱اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ. ۲ځکه چې زمونږ دپاره د هغۀ مينه ډېره لويه ده، او د مالِک خُدائ وفادارى د تل دپاره ده، ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.

Psalm 116

۱د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ۲ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم. ۳د مرګ پړو راګېر کړے […]

Psalm 115

۱مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى. ۲قومونه ولې وائى چې، ”د دوئ پاک خُدائ چرته دے؟“ ۳زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى. ۴خو د […]

Psalm 114

د مالِک خُدائ عجيبه کارونه ۱کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه بهر راووتل، او د يعقوب خاندان چې د پردى مُلک نه راووتل، ۲يهوداه د خُدائ مقدس ځائ شو، او اِسرائيل د خُدائ پاک د بادشاهت ځائ شو. ۳کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو […]

Psalm 113

۱مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى. اے د مالِک خُدائ خِدمتګارانو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړئ. ۲د مالِک خُدائ نوم ته دې ثناء صِفت وى، د اوس نه تر ابده پورې. ۳د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې، د مالِک خُدائ د نوم ستائينه […]

Psalm 112

۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى. ۲د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى، د صادقانو نسل به بختور کړے شى. ۳دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې […]

Psalm 111

۱د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم. ۲د مالِک خُدائ کارونه ډېر لوئ دى، څوک چې په دې فکر کوى نو په هغې کښې خوشحاله دى. ۳د هغۀ کارونه د جلال […]

Psalm 110

د حضرت داؤد يو زبور مالِک خُدائ او د هغۀ غوره شوے بادشاه ۱مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“ ۲مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې. ۳کله چې تۀ […]

Psalm 109

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د يو زورېدلى سړى فرياد ۱اے پاکه خُدايه، د چا چې زۀ ثناء صِفت کوم، تۀ خاموشه مۀ پاتې کېږه، ۲ځکه چې بدعملو او دوکه بازو زما خلاف خپله خولۀ خلاصه کړې ده، او دوئ زما په حقله دروغ وائى. ۳د نفرتونو ګېره يې زما […]

Psalm 108

د حضرت داؤد يو زبور ۱اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم. ۲اے سريندې او ربابه پاڅه، زۀ به په خپلو سندرو سره سحر راپاڅوم. ۳اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ثناء په قومونو کښې بيان کړم، د خلقو مينځ کښې […]