Psalm 127

د حضرت سليمان يروشلم ته د ختلو يو سرود ۱ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى. ۲خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې […]

Psalm 126

يروشلم ته د ختلو سرود ۱کله چې مالِک خُدائ شړلے شوى قېديان واپس صيون ته راوستل، مونږ د هغه خلقو په شان وُو چا چې خوب ليدلے وى. ۲زمونږ خولې د خندا نه ډکې وې، او زمونږ په ژبو چې د خوشحالۍ سندرې وې. نو بيا دا د قومونو په مينځ کښې وئيلے کېدل، چې، […]

Psalm 125

يروشلم ته د ختلو سرود ۱هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى، کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے. ۲لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر […]

Psalm 124

د حضرت داؤد يروشلم ته د بره ختلو يو سرود ۱کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، نو بنى اِسرائيل دې داسې وائى ۲کۀ چرته مالِک خُدائ زمونږ مل نۀ وے، کله چې خلقو په مونږ حمله وکړه، ۳کله چې هغوئ زمونږ خلاف سخت په قهر وُو، نو دوئ به مونږ ژوندى تير کړى […]

Psalm 123

يروشلم ته د بره ختلو يو سرود ۱ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. ۲لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ […]

Psalm 122

د حضرت داؤد يروشلم ته د ختلو سرود ۱ما به د هغوئ سره خوشحالى کوله چا چې به ما ته وئيل، ”راځئ چې د مالِک خُدائ کور ته ځو.“ ۲اے يروشلمه اوس مونږ ستا په دروازو کښې ولاړ يُو. ۳يروشلم د هغه ښار په شان جوړ شوے دے، چې ټول ښار د يو بل پسې […]

Psalm 121

يروشلم ته د ختلو سرود ۱ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى. چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟ ۲زما مدد د مالِک خُدائ نه راځى، چې د زمکې او آسمان جوړونکے دے. ۳ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. ۴په حقيقت […]

Psalm 120

يروشلم ته د ختلو سرود د صداقت دُعا ۱په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى، ۲ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته ۳اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟ او د دې سزا سره […]

Psalm 119

د خُدائ په کلام کښې تسلى او نُور الف ۱بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى. ۲بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى. ۳دوئ بې‌اِنصافه کارونه نۀ کوى، او دوئ د […]

Psalm 118

۱د مالِک خُدائ شُکر وباسئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى. ۲بنى اِسرائيل دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“ ۳د هارون خاندان دې داسې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“ ۴هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى، […]