Proverbs 7

د بدکارو ښځو په حقله خبردارے ۱زما زويه، زما خبرې ځان سره وساته او زما احکام خپل ځان سره حفظ کړه. ۲زما په حُکمونو عمل کوه، نو تۀ به ژوندے پاتې شې. زما د تعليماتو داسې حفاظت وکړه لکه څنګه چې د سترګې د ګاټى کوې. ۳هغه د خپلو ګوتو سره ونښلوه او د خپل […]

Proverbs 6

د بل چا د قرض ضمانت مۀ کوه ۱زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى، ۲کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د […]

Proverbs 5

د زنا نه ځان ساتل ۱زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه. ۲نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى. ۳ځکه چې د زناکارې ښځې د شونډو نه شات راڅاڅى. او د هغې خبرې د تېلو نه زياتې نرمې […]

Proverbs 4

د پلار نصيحت ۱زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ. ۲ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعليمات مۀ هېروئ. ۳هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم، […]

Proverbs 3

د عقل او حِکمت فائدې ۱زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته. ۲زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى. ۳هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې […]

Proverbs 2

د حِکمت فائدې ۱زما زويه، کۀ تۀ زما خبرې ومنې او زما حُکمونه په زړۀ کښې محفوظ کړې، ۲او د عقل خبرو ته غوږ ونيسې او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړې، ۳نو بيا د پوهې طلب کوه او د حِکمت دپاره په تېزه نعرې ووهه. ۴تۀ د دوئ داسې تلاش وکړه لکه […]

Proverbs 1

د حضرت سليمان متلونه ۱د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو. ۲د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى. ۳دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل […]

Psalm 150

د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ ۱د مالِک خُدائ ثناء ووايئ. د هغۀ په مقدس ځائ کښې د هغۀ ثناء ووايئ، د هغۀ په زورَور آسمان کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ. ۲د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بې‌حده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء […]

Psalm 149

د ثناء صِفت سرود ۱د مالِک خُدائ ثناء صِفت بيان کړئ. مالِک خُدائ ته يو نوے سرود ووايئ، د هغۀ ثناء صِفت د هغۀ د مؤمنانو په ډله کښې بيان کړئ. ۲بنى اِسرائيل دې د خپل خالق سره خوشحالى وکړى، د صيون خلق دې د خپل بادشاه سره خوشحاله وى. ۳هغوئ دې د هغۀ د […]

Psalm 148

د مالِک خُدائ ثناء صِفت کول ۱د آسمانونو نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت په اوچتو آسمانونو کښې وکړئ. ۲د هغۀ ټولو فرښتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، ټولو آسمانى مخلوقاتو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ. ۳اے نمر او سپوږمۍ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، ټولو ځلېدونکو ستورو د […]